تميم توفيق
د غربيانو دوهم متفکر له فراه راوروسته په کندز کې په ولس د خپل وحشت، له دوی سره د نه تعبيريدونکې کرکې او ژورې کينې ننداره وړاندې کړه. متفکر دا ځل کندزي غاټول په خپلو وينو سره کړل.
موږ په ډيرو جنازو ګلونه ليدلي و خو پخپله د ګلونو جنازې مو پرون د متفکر له لاسه وليدلې.
وړمه ورځ د کندز په دشت ارچي کې يوه مدرسه د ګلونو او غاټولو مقتل و. د متفکر تورو کرغېړنو چورلکو سپينې پګړۍ په خاورو او وينو کې ورغړولې او لسګونو غاټولو ته يې له يوه دنيا ارمانونو او هيلو ډګ زړونه لاس تر زنې کينول.
الله اکبر! پرون څه سوزونکي آهونه واوريدل شول!!! څه په تمامه معنی د زړه له تله د قربان قربان لفظونه ووتل!!! او څه دردونکي او زړونه لړزونکي اخخخ زړونو ته ټکان ورکړ او په سترګو يې تيارې راوستلې!!!
آآآه منتقمه خدايه! ستا صبر، حوصله او زغم زمونږ له تصوره څومره ډيره لوړ دی! زمونږ زغم خو پرون يوازې دغې يوې جملې راتمام کړ، چې وامو وريده: وۍۍۍ زما ګلابه زويه چا ته دې پريښودم؟!!!
تيره ورځ متفکر د يوې مسلمانې مؤمنې مورکۍ له زړګي په راوتلو اوښکو او فرياد باندې د يوې عيسايي ميرمنې د کينې له اوره ډک زړه يخ کړ، د مسلمان د دين، وطن، سر او ناموس د دښمن د کرکې ژبغړانده لمبې يې د يو مظلوم مؤمن د آهونو او وينو په سيلاب ارامې کړې او متفکر پرون بلاخره د شيخ الحديث او حافظ د سينو په غلبيلولو سره د لوېديځي پاپانو ارمان سر کړ او د قرآن کريم او صحاح سته په پاڼې پاڼې کولو سره يې د هغوی په شونډو مسکا خوره کړه.
د متفکر پرونی ظالمانه او وحشيانه عمل په هيڅ صورت د توجيه وړ نه دی، موږ يې له دې عمله وپوهيدو چې متفکر څه غواړي په دې مظلوم ولس يې ترسره کړي.
په دې ولس د غربيانو لخوا تپل شوی باچا حتی د ترحم تومنه هم نه لري، د دې غم ځپلي ولس خير او خوشحالي هيڅکله د باچا هيله او آرزو نه ده، بې له شکه چې باچا غواړي دا ولس په کامله معنی د غربيانو تابع ورګرځوي؛ ځکه خو له هيڅ شرمناکې کړنې مخ نه اړوي، بلکې وياړ يې ګڼي.
خو متفکر بايد پوه شي چې د افغانانو وينې دومره ارزانه نه دي لکه څنګه چې ده انګيرلې دي، تاريخ ثابته کړې چې د افغانانو د وينو کسات ضرور اخيستل شوی او دې وينو ته تږي خلک له خپل بادار سره يو ځای د ولسي عدالت په وړاندې زوړند سرونه کېنستي. د افغانانو په وينو کله هم د ګبر و ترسا تنده نه ده خړوبه شوې.
او هغه چې له متفکر سره په دې بې رحمانه کړنه کې د خولې او قلم له لارې شريک دي، هغوی دې هم خبر وي چې دا لندن، واشنګټن، پراګ او… نه دی، بلکې افغانستان دی، د دې شهيدپالې او مجاهد پروره خاورې په اسلام مين اوسيدونکي ستا د بادار (د مور او پلار په نوم) بمونو هم له خپل دريځه نه دي اړولي، ستا خوله او قلم يا په بله اصطلاح سړه جګړه خو يې هيڅکله هم ستا غوندې د غربيانو غلامان نشي جوړولی.
دغه کافر ته نه تسخيريدونکی ملت به کله هم د مطبوعاتي تبليغاتو په زور ستا د تمويلونکي په وړاندې له برحقه مبارزې پر شا نکړې، دا قوم ستا د رسنۍ غږ نه، بلکې د خپل دين غږ اوري او د خپل وطن د حال په ژبه يې سر خلاص دی؛ ځکه خو يې بايد د تيرايستلو بې ګټې هڅه ونه کړې. ته بايد په ياد ولرې، چې د دې ملت دروند پوروړی يې، چې يوه ورځ به يې ضرور حساب او کتاب ته مخامخ شې.
ضعيف: چې د استعمار وحشت نشي غندلی، د دې ملت استازی نه دی
پاکستان کې د طالبانو د مهال سفير عبدالسلام ضعيف په کندز کې د دولتي هوايي ځواک وحشي کړنې ته په اشاره په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې، هغه څوک د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای چې د يو ماشوم معصوم متعلم د شهادت په اړه د شرير استعمار وحشت نشي غندلی.
دا پېښه تيره ورځ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي چورلکو په يوه مدرسه کې د دستاربندي د مراسمو غونډه په نښه کړه.
ضعيف په کلکو ټکو د فاجعې د غندلو تر څنګ ويلي چې هيواد مو خپلواک نه دی، نوموړی ليکي: (چې د استعمار وحشت نشي غندلی د افغانستان د خلکو استازی نشي کيدلای او دا چې د هيواد د واکمنۍ او خپلواکۍ دعوه کوي، د شرم له پاسه بل شرم دی.
د عيني شاهدانو له قراره په دې بمبار کې نژدې ۷۰ تنه په شهادت ورسیدل او زيات نور ټپيان شول، چې ډيری يې د ديني علومو او قرآن کريم تازه فارغين، علماء او عام کليوال وو.
ياده پيښه د عبدالسلام ضعيف په شمول د څو نورو ازادو او مخورو شخصيتونو لخوا هم پخپل وخت وغندل شوه.
بلخوا د کابل چارواکو او ډيری رسنيو چې د امريکا/کابل ادارې لخوا تمويليږي او يا مستقيما په دولت پورې تړلې دي، په پيښه کې د طالب چارواکو د وژلو ادعاوې وکړې، دوی وويل چې د طالبانو په تجمع يې بمبار کړی او د دوی د شورا غړي يې وژلي دي.
خو د پېښې انځورونه، ژوندۍ ويډيويي صحنې او له پيښې د روغو وتليو خلکو مرکې چې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې، دا ښيي چې د بمبار قربانيان يوازې ملکي وګړي دي.


















