د خلاصون لارې عالي شورا: په کوندوز کې د دستاربندۍ په غونډې بريد په کلکو ټکو غندلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۴) د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا په کوندوز کې د دستاربندۍ په غونډې بريد په کلکو ټکو غندلی دی.
د دغې شورا له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې اعلاميه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې په هېواد کې په مدرسو بمبارۍ، شپنۍ چاپې او د علماو نيول بند کړي، ځکه په وينا يې چې د دغسې کړنو تکرار په هېواد کې وضعيت لاپسې خرابوي چې په پايله کې يې عامو او خاصو (وچ او لامده) ټول سېځل کېږي.
د خلاصون لارې شورا په اعلاميه کې د حکومت له لوري د مدارسو د طالبانو سره د شويو ظلمونو يادونې شوي زياتوي چې څو مياشتې مخکې د خوست په يوې مدرسې کې طالبان ووژل شول، ورپسې تېره اوونۍ په فراه کې د دستاربندۍ له غونډې د بېرته ستنېدونکو علماوو په موټر بريد په وينا يې چې د کابل په کمپنۍ سيمه کې هم د طالبانو د دستاربندۍ د غونډې په طالبانو چاپه وهل شوې چې په ترڅ کې يې اته تنه طالبان سخت وهل شوي او ګواښل شوي دي.
دغه راز تېره ورځ په کوندوز کې د دستاربندۍ په غونډې بمبار وشو چې په ترڅ کې يې سلګونه عام خلک او د مدرسې طالبان ووژل شول خو په وينا يې (دحکومت اداره هيڅ دردنه حیسوی اونه کمه ملامتیامنی اونه کم عذر وائی.)
د خلاصون لارې شورا وايي، دغه ډول کړنې چې د هر لوري خوا ترسره کېږي ظلم، وحشت او بربريت يې بولي او غندنه يې کوي.



