دکندز او فراه شهیدانو
بأی ذنب قتلت

عزام حقاني
دقیامت دورځي یو نوم یوم الحساب او یوم الجزاء ده ، په دي ورځ به له هر انسان څخه دهغه کړو اعمالو په اړه پوښتنه کیږي او وروسته له حسابه به جزا ورکوله کیږي .
الله جل جلاله دهغي کوچنۍ تر خاورولاندې شوې نجلۍ حال ذکر کوي چې دخپل پلار لخوا څخه په ډیر ظلم او وحشت
ژوندۍ تر خاورو لاندې شوې او وژل شوې ځکه الله جل جلاله ته په هیڅ ډول ددغي ماشومي وژل دمنلو نه وو له همدي امله یې په خپل مبارک کلام د قیامت تر ورځي پوري و هغو کسانو ته دسرزنش او وعید لپاره راووړ چې دا وړ بې موجبه او بې ګناه قتلونه کوي ، چې خامخا به ددي پوښتنه درڅخه کیږي.
د نو موړي ایت په تفسیر کې علماء درې توجیه ګانې کوي ۱ ــ دالفاظو دظاهر څخه دامعلومیږي چې دا پوښتنه به په خپله له وژل شوی یې نجلۍ څخه وي چې په کوم جرم او ګناه سره وژل شوی یې. ۲ــ یا دامقصد ده چې په ژوندوني ښخه شوې نجلۍ به دخپلې بې ګناهۍ او مظلومیت پوره فریاد دالله رب العزت په دربار کې وړاندي کړي چې دقاتلانو څخه ددې انتقام واخستل شي. ۳ــ او یادا چې دوژل شوی یې نجلۍ له قاتلانو څخه به پوښتنه وشي چې په کومه ګناه دا ووژله.
معارف القرآن / ج/ ۱۰/ص ۴۰
نو الله جل وعلی شانه ته په هیڅ ډول دبې ګناه او مظلومانو وژل د بر داشت وړ نه ده او موږ باور لرو چې قاتلانو ته به یې هم په دنیا او هم په اخرت کې ډیره سخته سزا ورکړي.
اې ظالمانو تاسو په کومه ګناه دا مظلومان شهیدان کړل؟
په کومه ګناه مو ورباندي بې رحمه بمباري وکړه؟
په کوم جرم او ګناه مو دهغو مظلومانو خوشحالۍ په غم وربدلې کړې؟
حال داچې د هغوئ اکثره تر اوسه لا مکلف یعني په ښه او بد هم نه پوهیدل.
ظالم طیبعت خونخواري ده دکافر طبیعت دادی چې له اسلام او مسلمانانو سره به دښمني او کرکه کوي ، موږ باید له ظالمانو څخه ډیر شکایت ونه کړو ځکه دمظلوم مظلومیت دی چې ظالم یې ببر کړی .
دبې غیرتانو بې غیرتي ده چې ظالم ته یې زمینه برابره ورکړې چې ظلم وکړي.
که په انسانانو کې دظلم داستعداد تحمل نه وي ظالم کله هم ظلم نه شي کولی.
په هر قوم کې چې دظلم په خلاف باندي دقیام استعداد موجود وي په هغه قوم باندي ظالم نه شي برلاسی او مسلط کیدلی.
ظالمان هم دخلکو سترګو ته ګوری، دخلکو حالتو ته ګوري، عکس العمل او احساسات مطالعه کوي.
که چیري وګوري چې مظلوم پدي ظلم او وحشت باندي راضي شو او څه یې ونه کړو نو دیو ګذار له پاسه بل ګذار ورکوي .
لکه چې موږ او تاسو یې ښکاره وینو چې څو ورځي مخکي په فراه کې په مدرسه بمبار وشو او دادی نن په کندز کې.
خو ژړوي مو د اجنټانو او مزدورو خلکو قسما قسمه توجیهات چې دیرغلګرو وحشتونه په یو او بل نوم سره توجیه او بیانوي ،
کفاروڅخه ګیله کول پکارنه ده ځکه دوئ غواړي په ټوله نړۍ دصلیب بیرغ ورپوی نوددی هدف دترلاسه کولو لپاره موږهم وژنی اوخپل ځانونه به هم له لاسه ورکوی.
به اوسنی وخت کی هم کفری طاقتونه دمسلمانانو په وژلو اوتباه کولو کی دخپلو پخوانیو نیکونو اومشرانو څخه کم نه دی په بو سنیا ، فلسطین، کشمیر،چیچین، عراق اوبرما کی چی څه وشول دنړۍ ټول خلګ پری ښه خبر دی ،
نونن چی کوم وحشتونه اوظلمونه په افغانستان کی ددوئ لخوا کیږی کومه نوی خبره نه ده .
خو افسوس دهغو بی ننګو اوبی غیرتو پر حال باندی ده چی ددی کفاروتر اجنډا لاندی دمسلمانانو په وژلو لګیادی ، اوددی وحشیانوبربریت اوظلم به یو اوبل نوم تمثیلوی،
صلاح الدین آیوبی رحمه الله به ویل: زه د نړۍ له تولو کفارو سره مقابله کولی شم خو یو ایمان پلورنکی سره مقابله راته سخته ده.
دکابل بې واکي اوغلامي ادارې دا برید په ډیره سپین سترګۍ سره ټول وژل سوي مظلوم هیوادوال طالبان ونومول ، شرمیدلو انتظار باسی دحساب شیبې رالنډي سوي دي.
دالله نصرت ډیر رانژدي دی ،
الله ته هم نور دمظلومانو آه اوزارۍ د برداشتولونه دي
ژرده چه له يوي مخې مو دهلاکت کندي ته وروغورځوي.
مجاهدینو وروڼو لږ نور لاهم استقامت وکړی دښمن په ګوڼډوده دایی دماتي اوشکست براعلی نمونې دي .
متی نصرالله ألا ان نصرالله قریب



