طالبان: راتلونکې ټاکنې نمایشي بڼه لري او زعامت به بیا هم د بهرنیانو په خوښه ټاکل کیږي
طالبان وایي؛ افغان ولس دې په اوس وخت کې د رڼو ټاکنو توقع ځکه نه لري چې د دوی په وینا “، اقتدارته به هغه څوک رسول کیږي چي وار له مخه سپیني ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي”

( کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)
وروسته تر هغه چې د ګډحکومت مشرانو د راتلونکو ټاکنو بهیر رسماً پیل کړ او طالبانو ته یې هم په کې د ګډون بلنه ورکړه طالبانو د راتلونکو ټاکنو په اړه خپل دریځ واضح کړی او ویلي یې دي چې د امریکایانو په وجود کې د اشغال تر چتر لاندې ټاکنې هیڅ قانوني مشروعیت نه لري .
طالبانو ویلي ؛ په هیواد کې په پوځي او سیاسي برخه کې مهم تصامیم د بهرنیانو لخوا نیول کیږي او دا چې د دوی لومړنی اولویت دادی چې څرنګه هیواد او اولس ته له اشغال څخه نجات ورکړي.
طالبانو ټینګار کړی چې هڅه کوي د نورو حقوقو په شان د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له “اشغالګرو“ څخه راوګرځوي.
طالبانو په دې اعلامیه کې د ګډحکومت جوړښت ته په اشارې سره ویلي چې دا ځل به هم تیر ایستونکې ،نمایشي ټاکنې ترسره شي چې د دوی په وینا، یواځې افغانان به پکې تیر ایستل شي.
طالبان وایي؛ افغان ولس دې په اوس وخت کې د رڼو ټاکنو توقع ځکه نه لري چې د دوی په وینا “، اقتدارته به هغه څوک رسول کیږي چي وار له مخه سپیني ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي”
طالبانو پر افغان ولس غږ کړی چې د ټاکنو په دې جعلي پروسه کې دې د ګډون پرځای له هغو سره پریکون اعلان کړي او په وینا یې چې ملت دې “ له اشغالګرو امریکایانو څخه د خپل هیواد خپلواکی او په هغه کې د مستقل او مشروع نظام راوستلو لپاره خپل ديني او ملي مکلفیت سرته ورسوي اوخپل ټول استعداد دکفارو په شړلو او سوچه اسلامي نظام راوستلو کي صرف کړي“



