اعتراض کوونکي: د باميانو والي قاچاقبر او په انسان تښتونو کې لاس لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) د باميانو د پښتنو او تاجکو د عدالت غوښتنې ډله وايي، د دغې ولايت شیعه والي طاهر زهير له پښتنو او تاجکانو سره له کرکې ډک چلند او قومي تعصب پالي.
د پښتنو او تاجکانو لپاره د عدالت غوښتنې ډلې نن په کابل کې په خپلې ۲۳ اعتراضيه غونډې کې وويل، د باميانو والي په انسان تښتونو او د لرغونو اثارو په قاچاق کې لاس لري.
د دغې ډلې يو تن غړی محی الدين فرهمند وايي، د طاهر زهير د قومپالنې او ګوندي تعصب شاوخوا دوه سوه اجرائيوي مکتوبونو باميانو ته استول شوي چې د وزارتونو له خوا ورلېږل شوي خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.
د اعتراض کوونکو له ډلې يو بل غړی، حضرت ګل وایي د باميانو والي يې لور تښتولې په خبره يې داسې اسناد په لاس لري چې طاهر زهير له يادې قضيې څخه د تېرېدلو لپاره ورته د سل زره ډالرو وړانديز کړی دی.
اعتراض کوونکي وايي، د باميانو والي د ولسي جرګې د کورني امنيت له خوا د يوې ديارلس کلنې نجلۍ د تښتولو په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی خو په عين حال کې د څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي بيا وايي چې د دې قضيې اړوند ورته رسمي مکتوب نه دی ورغلی.
دا لومړی ځل نه دی چې د دغې ولايت اوسېدونکي د والي مخالفت کوي او د هغه د دندې د ځنډولو غوښتنه کوي بلکې تر دې مخکې هم د دغې ولايت تاجکانو او پښتنو د والي له قومي او ګونديز تعصب څخه ډک چلند شکایت او د هغه د ليرې کېدو غوښتنه يې کړې.



