کابل: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنه کې د اوښتو تلفاتو شمېره لوړه شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۲) د کابل ښار لويديځ د ديارلسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې چاودنه شوې.

د کابل د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت ستانکزی وايي، چاودنه په قلعه ناظر سيمه کې د نوم ليکنې د يوه مرکز تر څنګ شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت چاروکي وايي چې د چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې په برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا، د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوه کس د نوم لیکنې د مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د دغې چاودنې مسئولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button