کابل: د ټاکنو د نومليکنې په مرکز د بريد جزيات

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۲) نن سهار شاوخوا لس بلجې د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په يوه مرکز کې چاودنه وشوه چې له کبله يې نوولس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، دغه بريد د يوه سرتيري بريدګر له لوري شوی خو يو شمير ځایي سرچينو ليکلي چې بريد د چاودېدونکو توکو له امله شوی دی.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح طلوع نيوز ته ويلي، تر اوسه روغتونونو ته د دشت برچي سیمې د نومليکنې مرکز باندې د برید له ځای څخه ۷جسدونه او ۵۶ ټپيان وروړل شوي دي

تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي او ټپيان د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي دي او که د نومليکنې لپاره ورتلونکي کسان.

د دانش په خبره، بريد د نومليکنې مرکز په داخل کې شوی چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.

د نفوسو د احوال د ثبتولو رئيس همایون محتاط هم دغه بريد تاييدوي.

تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button