له امریکا په ناامیدۍ، له چینه د غرنۍ لیوا غوښتنه

سرلیکنه
امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د تر یو لک زیاتو پوځونو په موجودیت په افغانستان کې امنیت رانه ووست. که څه هم بیا افغانستان ته د امن ساتلو په نامه نور پوځونه رالېږي، خو افغان حکومت د طالبانو لخوا ورځ په ورځ د بریدونو په زیاتوالي دامن راوستنې په اړه له امریکا ډاډ نه لري، چې له چینه یې د افغانستان او چین تر منځ په غرنۍ سیمه کې د یوې لیوا جوړولو او تجهیزولو غوښتنه وکړه.
اوس افغان حکومت له امریکا په ناامیدۍ سره چین ته مخه وکړه چې په افغانستان کې د امن ساتلو په اړه ورسره له یوې خوا همکاري وکړي او له بلې خوا د یوه ګاونډي په حیث د افغانستان په امن کې خپله ونډه واخلي.
د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، په همدې موخه چین ته سفر وکړ. د خپل درې ورځني سفر په دوران کې یې د چینايي چارواکو د ګډو ځواکونو له لوی درستیز، خپل سیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره د ”تروریزم سره د مبارزې“ او امن په ټینګښت کې خبرې وکړي.
حنیف اتمر نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي، خو چین ته یې درې ورځني سفر تر نورو هېوادونو توپیر درلود. هغه دا چې له نورو هېوادونو اتمر د امنیت تر څنګ په نورو برخو کې زیاته د همکارۍ غوښتنه کړې ده، خو د امریکا لخوا په ناامیدۍ اتمر له چینه د امن په ټینګښت ټینګار وکړ. چینايي چارواکو ته یې ویلي چې که چین له افغانستان سره د امنیت په برخه کې مرسته ونه کړي، ناامني به ګاونډیو هېوادونو ته هم خوره شي. او بله دا چې چین له پاکستان سره د دوستۍ ژورې اړیکې لري، پاکستان هم په افغانستان کې د سولې په اړه هڅو ته هڅولای شي.
حنیف اتمر له چینايي چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان او چين په غرنيو سرحدي سيمو کې د ”تروريستي فعاليتونو“ د مخنيوي او هلته د ګزمې لپاره د افغانستان د يوې غرنۍ لېوا جوړېدو ته اړتيا ليدل کېږي. که څه هم دمخه په بدخشان کې د چینايي پوځونو د حضور راپورونه ورکړل شوي دي، خو د دواړو هېوادونو، چین او افغانستان، تر منځ د امن د ساتلو په موخه په رسمي توګه د پوځي شتون تړون نه دی شوی.
له چینه د اتمر تر راستنېدو وروسته د چین د پوځ لوی درستیز (لي زوچینګ) خبري رسنیو ته ویلي چې په بدخشان ولایت کې به د افغان ملي اردو یوې غرنۍ لېوا ته پوځي تجهیزات برابر کړي څو په افغانستان کې د همدې لیوا په وسیله د چین لخوا افغانستان سره د امن په ټینګښت کې همکاري دوام پیدا کړي.
دمخه هم د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې پیکه شوې، او د چین- افغانستان تر منځ نږدېوالی راغلی ؤ. افغانستان له امریکا سره د اړیکو په پیکه والي نه یواځې له چین بلکې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې وې.
د ۱۹۶۳ز کال د نومبر په میاشت کې، امریکايي چارواکو په امریکا کې له افغان سفیر، ډاکټر عبدالمجید، څخه وغوښتل چې د ښې دوستۍ د ساتلو پر بنسټ د نورو هېوادونو په پرتله له امریکا سره اړیکې ټینګې وساتي. خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لوی سفیر، پژواک، چې له ټولو هېوادونو سره د یو ډول دوستۍ او خپلې بې طرفۍ په اړه وینا وکړه، امریکا له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې پیکه والی راووست. د امریکا د پخواني جمهور رئیس، جان ایف کینیډي تر وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستي، لینډن جانسن، د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې پر خپل ځای ونه ساتلای شوې.
هغه وخت چې د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې پیکه شوې، افغانستان له چین، ایټالیا، هالنډ، فرانسې، هند، پخواني شوروي اتحاد او… هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې، چې په پیکنګ کې د افغانستان او چین تر منځ د ۱۹۶۳ز کال د نومبر په ۲۲مه، پیکنګ ته د ورغلي پلاوي په مشرۍ د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت کفیل عبدالقیوم او د چین له اړخه د بهرنیو چارو د وزیر (چین لي) ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ سندونه لاسلیک کړل شول.
افغان موجوده حکومت چې له امریکا څخه په ناامیدۍ غواړي له نورو هیوادونو سره ښې اړیکې وساتي، د ګاونډیو هېوادونو له جملې څخه چین یو داسې هېواد دی چې تراوسه پورې له افغانستان سره پر کړو ژمنو ولاړ پاتې شوی دی. خو له افغانستان سره د چین او روسیې د اړیکو نږدېوالی به د امریکا او په افغانستان کې د جان کیري لخوا د جوړ کړل شوي حکومت تر منځ اړیکې نورې پسې پیکه کړي.



