(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۲) د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د انتخاباتو لپاره د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنه شوې چې له له کبله يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د طلوع نيوز د خبر له مخې، چې د بغلان د عامې روغتيا رياست چارواکي ورته ويلي په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ويل کېږي، چاودنه د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې ده، چې نن سهار د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه کې د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنې له لسو زيات کسان ووژل او شاوخوا پنځوس تنه نور يي ټپيان کړل.
طالبانو د کابل ننۍ چاودنه کې لاس لرل رد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي: “ د کابل د نن ورځې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدينو پورې اړه نه لري”.


















