(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۵) د غزني د ولايت امنيتي مسئولين وايي، وسله والو طالبانو د دغې ولايت په مقر ولسوالۍ کې په دولتي پوستو بريدونه کړي چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د امنيې قومندانۍ د امنيت امر غلام سرورو حيدري وايي، طالبانو نن سهار مهال د مقر ولسوالۍ په موسوم سيمه پر دوه امنيتي پوستو برید وکړ چې له لږې جګړې وروسته يې دواړه پوستې ونيولې.
د حیدري په خبره، په دې بريد کې درې پوليس وژل شوي او د عسکرو وسلې او د پوستې ټول وسايل يې طالبانو له ځآن سره وړي دي.
نوموړی وايي، په نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
په عين حال کې د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، طالبانو د جغتو ولسوالۍ په قياق دره کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد کړی چې په ترڅ کې يې څلور پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د نوري په وينا، په دې جګړه کې اتو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو ځايي امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو په بريد کې دوه پوستې سقوط شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن طالبانو د نويو پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وکړ او په ټول هېواد کې يې خپلو پلويانو ته په بهرنيو او دولتي ځواکونو د جګړې په توندولو غږ کړی دی.


















