(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۵) د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه کې پر پوليسو وسله وال برید کې چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنيې قومندانۍ د نشراتو مسئول حشمت ستانکزی وايي، د ديارلسمې امنيتي حوزې د کمپنۍ په سيمه کې د وسله والو او پوليسو تر منځ په نښته کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، په بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو وخت ناوخت په امنيتي منسوبینو او چارواکو د طالبانو له لوري د کابل ښار په ګډون په يو شمیر نورو ښارونو کې بريدونه ترسره کېږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي.


















