(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۵) د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی يو ځل بيا ولسي جرګې په هېواد کې د نا امنيو او د وروستيو بريدونو په تړوا استیضاح کړی و.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې د ملي امنيت اداره د پېښو په مخنیوي او د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلې ده.
که څه هم د ملي امنيت د رئيس د استیضاح سره د اساسي قانون د څار کمېسيون او د ولسي جرګې يو شمير استازو مخالفت څرګند کړ او ويې ويل چې د اساسي قانون د ۹۱یمې او ۹۲ مادې پر بنسټ ولسي جرګه حق نه لري چې د امنيت رئيس استیضاح کړي.
خو بيا هم نوموړی دغې جرګې ته ور وغوښتل شو او د وکيلانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
د غونډې په وروستيو کې معصوم ستانکزي ته د رايې صندوق کېښودل شو چې ۶۷ رايې يې واخيستلې او په ولسي جرګې کې د نصاب د کمښت له کبله نوموړی په خپله دنده پاتې شو.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ولسي جرګې غړو ويلي و چې معصوم ستانکزی په نورو سياسي فعاليتونو بوخت دی او له حکومته يې غوښتي و چې له دندې دې وشړي.


















