سیګار: امریکا په تیرو دریو میاشتو کې پر افغانستان نږدې ۱۲۰۰ بمونه اورولي
خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وایي، دغه بریدونه د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو او د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې ګټورثابت شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۴)
د امریکا سرپلټونکې ادارې سیګار په یوه تازه راپور کې ویلي چې امریکا د ۲۰۱۸ له پیله بیا تر اوسه پر افغانستان باندې په بې ساري توګه خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړی.
سیګار ویلي؛ د سږ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې امریکا نږدې ۱۲ سوه بمونه پر خپلو مخالفینو غورځولي چې د دې ادارې په وینا دا شمیر له تیر کال څخه تر دوه نیم چنده زیاتوالی ښيي او له ۲۰۱۳ کال وروسته تر ټولو لوړ شمیر بمبارۍ دي .
د جانسپکو ادارې تازه راپور څرګندوي چې امریکایانو د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ټولټال ۲۱۵ هوایي عملیات کړي ،چې په جنورۍ کې ۳۷۸ ، په فبرورۍ کې ۴۶۹ ، او په مارچ میاشت کې ۳۳۹ بمونه پر افغانانو غورځولي دي.
سیګار دا نه ده روښانه کړې چې په ټولو غورځول شويو بمونو کې یواځې د وسلوالو پټنځایونو په نښه شوي او که ولسي افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غړو او ګڼو سیاسي مشرانو تل ټینګار کړی چې د دې بریدونو لوی زیان ولسي خلکو ښځو او ماشومانو ته اوړي.
د یونما د موندنو په اساس ؛د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې ۲۲۵۰ ملکیان وژل او ټپیان شوي چې د تېرکال په څېر لوړ شمیر ښيي
خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وایي، دغه بریدونه د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو او د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې ګټورثابت شوي.
بل پلو د پیښو څارونکي په دې آند دي چې که دې بریدونو وسلوال هیڅ نه دي منزوي کړي، بلکې لا یې خوځښت زیات شوی چې د بي بي سي د یوې ترسره شوې څیړنې ترمخه دا ډله د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره فعال حضور لري او په یو تازه انکشاف کې دې ډلې تیره ورځ د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ هم تر خپل پوښښ لاندې راوستلې.
باید وویل شي چې دسیګار ادارې څو ورځې وړاندې په خپل څیړنیز راپور کې ویلي و، چې د روانو جګړو له امله د افغان پوځ شمیر لس سلنه کم شوی خو د طالبانو په شمیر کې همدومره زیاتوالی راغلی دی.



