دولت د کوهستان ولسوالۍ د بیا نیولو ادعا کړې خو طالبان یې ردوي
ذبیح الله مجاهد وایي د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې ټول تعرضونه پرشاتمبولي او په خبره یې “د دښمن هغه ادعا حقیقت نلري چې وایي ولسوالۍ یې بیرته نیولې.“

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۶)
په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکي خبر ورکوي چې تیره ورځ مازدیګر مهال یې له سختې جګړې وروسته د بدخشان ولایت تازه سقوط شوې ولسوالۍ کوهستان، بیرته له طالبانو نیولې.
د شاهین قول اردو د دویمې لوا ویاند عبدالمناف نظري وایي؛ طالبان د ولسوالۍ له مرکزه وتلي او له کوم مقاومت پرته یې ولسوالۍ نیولې.
په ورته وخت کې د دې ولایت د ولایتي شورا غړی محبوب الرحمان طلعت هم د ولسوالۍ د سقوط خبره کوي او زیاتوي چې طالبانو په زیات شمیر وسلې او نور توکي له ځانه سره وړي او له دوه شپو او دوه ورځو وروسته یې د ولسوالۍ مرکز پریښی.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې ملګري یې اوس هم په ولسوالۍ کنترول لري .
نوموړی وایي د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې ټول تعرضونه پرشاتمبولي او په خبره یې “د دښمن هغه ادعا حقیقت نلري چې وایي ولسوالۍ یې بیرته نیولې.“
د دې ترڅنګ طالبانو ادعا کړې چې ماښام مهال یې ۴ نور کلې او مهم سنګرونه هم له دولتي ځواکونو نیولي او د هغوی ۵ تنو کمانډویي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.



