کوټه کې چاودنو شپاړلس کان کېندونکي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوټې د ډبرو سکرو په کانونو کې د چاودنو له کبله شپاړلس کان کېندونکي وژل شوي دي.
د بلوچستان چارواکي وايي، په دې چاودنو کې نهه کسان ټپيان دي او څلور تنه لا هم په کانونو کې بند پاتې دي چې د راويستلو لپاره يې هڅې پيل شوي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، په کانونو کې د ګاز د چاودنې له کبله د درې کانونو کارګران ايسار شول او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
دغه چاودنې د بلوچستان د کوټې ښار څخه پنځه څلوېښت کیلو متره ليرې د مارواړ سيمې د ډبرو سکرو په کانونو کې شوي دي.
بل خوا د پاکستان د کان اېستونکو فدراسيون منشي لالا سلطان رسنيو ته ويلي، په چاودنو کې شل کارګران وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې په تېر اپريل مياشت کې هم د کوټې د سوراب په (سياه کومب) سيمه کې د کولې په يوه کان کې د ګاز د خپرېدو له کبله شپږ تنه کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د پاکستان د کارګرانو اتحاديې د معلوماتو پر بنسټ، د بلوچستان په کانونو کې تر يولک دېرش زرو زيات کارګران کار کوي چې ډیری يې د پښتونخوا او افغانستان اوسېدونکي دي.



