(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۵)
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې لسګونه امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي.
د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ رسنیو ته ویلي؛ په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه په ډیر ضعیف مرال د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي او په خبره یې چې په ورځنۍ توګه ډلې ډلې عسکر طالبانو ته تسلیمیږي.
بیګ وایي؛ څومره چې زه مالومات لرم، په تیرو ودو اونیو کې تر ۸۰ تنو ډیر ملي او محلي پولیس، د ملي اردو سرتیري او د نورو ارګانونو اړوند عسکر طالبانو ته ورغلي.
طالبانو هم منلې چې په تیرو دو اونیو کې لسګونه عسکر له خپلو ټولو مهماتو سره یوځای ورسره ملګري شوي چې زیاتره یې له قادس ولسوالۍ څخه و.
بل پلو بیا د دې ولایت د والي ویاند شرافتالدین مجیدي بیا وایي چې دولتي ځواکونه به په لنډ وخت کې د دې ولایت په ټولو هغو سیمو کې چې طالبان په کې پرې واکمن دي عملیات وکړي.


















