ولايتي شورا: بادغيس کې د یو قومندان په ګډون پنځلس پوليس طالبانو ته اوښتي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د بادغیس د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بيګ وايي، تېره شپه د قادس ولسوالۍ مربوط د “قادس خوردَک” په سيمه کې د يوه قومندان په ګډون پنځلس پوليس طالبانو ته اوښتي دي.
د بیګ په خبره، طالبانو سره د يوځای شويو پوليسو قومندان “حافظ قطب الدين نومېږي او له دې مخکې يې له دولت سره همکاري او طالبانو سره جګړې کړي دي.
نوموړی زياتوي، يادو پوليسو خپلې وسلې او پوځي توکي هم له ځان سره طالبانو ته وروړي دي.
د بادغيس د والي مرستيال فیض محمد میرزازاده، په ياده سيمه کې نښتې تاييدوي خو د پوليسو د تسليمېدو په اړه بې خبري ښيي.
د ولايتي شورا رئيس وايي، له تېرو شلو ورځو راهيسې د ګلچین او لنګر سيمې د طالبانو په لاس کې دي او امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې يادې سيمې بېرته له طالبانو ونيسي.
تر اوسه طالبانو له دوی سره د يوځای شويو پوليسو په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالب ويندوی قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې تېره شپه يې د بادغيس په مرکز قلعه نو ته څېرمه دوه پوستې نيولي چې په ترڅ کې يې اووه عسکر وژل شوي، دوه ټپيان او يو طالبانو ژوندی نيولی دی.
نوموړی وايي، په دې بريد کې اووه ميله وسلې او په زیاته اندازه مرمۍ او مهمات هم ترلاسه کړي دي.



