شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

امریکا رسماً له ایران سره اټومي تړون‘برجام‘ لغوه او په نړۍ کې یې غبرګونونه راوپارول

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
مې 9, 2018
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
328
ځلې شریک شوی
188
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۹)

امریکایي ولسمشر دونالد ټرمپ رسماً اعلان وکړ چې هیواد یې له ایران سره په ټولیزه توګه شوی اتومي تړون یا برجام ماتوي او تر دې وروسته به پر یاد هیواد قوي بندیزونه وضع کړي.
ټرمپ وویل: موږ هغه هیواد نه شو زغملی چې زموږ پرضد شعارونه ورکوي او له اټومي تړون څخه په استفادې سره خپل اقتصادي ځواک پیاوړی کوي.
نوموړي وویل؛ زمونږ توافق ایران وهڅاوو، تر څو د اتومي وسلو د تر لاسه کولو چارې ګړندۍ کړي او خپل اقتصاد ته تر ۴۰ سلنې وده ورکړي.
نوموړي ګواښ وکړ چې که تر دې وروسته ایران یوځل بیا د اټومي وسلو هڅه وکړه له سختو مشکلاتو سره به مخ شي.

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

د ټرمپ دې اعلان په نړیواله کچه او امریکا کې په کوردننه سخت غبرګونونه له ځانه سره درلودل.
اروپایي اتحادیې دا ګام خواشینونکی اقدام بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی به دې تړون ته ژمن وي.
فدریکا موګریني ویلي؛ چې دا تړون دوه اړخیز نه دی چې یو هیواد یې مات کړي، بلکې په نړیواله کچه تړون دی چې څوک یې د نقض حق نه لري.

فرانسې، آلمان او بریتانیې هم دغه ګام غندلی او ویلي یې دي چې دوی هیڅ ثبوت نه لري چې وښیي ایران ذې د تړون څخه سرغړونه کړې وي.
دوی پر امریکایي ولسمشر غږ کړی چې له دې خطرناکې فیصلې بیرته وګرځي
ترکيې او روسیې ویلي چې دوی اصلاً دا توقع نه لرله چې ټرمپ دومره ‘احمقانه‘ کار وکړي
کاناډا هم دا اقدام غندلی او امریکا کې د ګڼو سیاستوالو تر څنګ پخواني ولسمشر بارک اوباما هم پر دې ګام اندیښنه ښوودلې.
بل پلو اسرایلو، سعودي عربستان ،متحده عربي اماراتو او بحرین د دې اقدام هرکلی کړی او له ټرمپ څخه یې مننه کړې چې د ایران پر ضد یې ګام اوچت کړی دی.
د ټرمپ د پریکړې مخالفو هیوادونو له ایران څخه غوښتي چې تړون ته ژمن پاتې شي او د اټومي وسلو د جوړولو هڅه دې نه کوي خو ایران یې په ځواب کې ویلي چې له تړون څخه خروج یې په ګټه دی او دوی به په خلاص مټ اتوم بم جوړولو ته هڅه کوي.
ایران ویلي تر هغو به تړون ته ژمن پاتې وي ،تر څو وویني چې له امریکا پرته نور هیوادونه یې ګټې خوندي کوی شي او کنه.

امریکا او نورو هیوادونو په ۲۰۱۵ کې له ایران اتومي تړون (برجام) لاسلیک کړ چې له مخې به یې ایران خپل تیل نړیوالو بازارونو ته وړی شي او ترڅنګ به یې په نړیوالو بانکونو کې راکړه ورکړه کولی شي.
بالمقابل به ایران ۹۸ سلنه غني شوي یورانیم له منځه وړي او همداراز به د سانترپیژونو شمیر کموي .
ایران اوسمهال خپل یورانیم ۳.۶۷ سلنې کچې ته راټیټ کړي او ژمنه یې کړې چې هیڅ اتومي موخه نلري.
د ټرمپ له اعلان سره همهاله اسرایلو په سوریه کې د حومه ښار اړوند د ایران یوه پوځي اډه په نښه کړې او همداراز د یهودي رژیم د دفاع وزیر لیبرمن ویلي چې دوی د ایران هر پوځي برید ته تیاری لري.

لوی ټکي: اتومي تړونامریکاایرانبرجام
مخکینې مطلب

فاریاب: د ستراتیژیکو سیمو تر سقوط وروسته د بلچراغ ولسوالي طالبانو ونیوله

بل مطلب

ولايتي شورا: بادغيس کې د یو قومندان په ګډون پنځلس پوليس طالبانو ته اوښتي دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com