شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بیت المقدسه تا به څوک ژغوري؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 16, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
286
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

 م. م. حمد الله دانشمند

بیت المقدسه ‌ته د مسلمانانو دوهمه قبله یې، ته د ډېرو انبیاء علیهم السلام مسکن، معبد او مدفن یې، تاته ابراهیم او لوط علیهما السلام هجرت کړی، ستا په محراب کې سید الرسل صلی الله علیه وسلم د انبیاؤ علیهم السلام امامت کړی، له تانه یې د معراج معجز سفر تر سره کړی، ستا د مبارکې صخرې په حلقه جنتي براقونه تړل شوي، ته د خلکو د منشر او محشر ځای یې، ته د اسرافیل علیه السلام د نداء مکان یې، ته د زمکې پر مخ د قِدم له پلوه دوهم مسجد؛ خو د ثواب له پلوه درېیم جومات یې.  بیت المقدسه په تا ستر څښتن جل جلاله حسي او معنوي برکات لورولي، تاته د ستر “دجال” لاره نشته؛ خو واړه دجال دي نن په پاک حریم ناولي قدمونه کېښودل، رسما یې ستا په اشغال سره د ټولې اسلامي نړۍ ازادي پایمال کړه، ښایي د کامل مسلمان له پاره دا یو وړوکی قیامت وي، فلسطیني پیغلو‍ او زلموټو خو له خپل وس او توان سره سم ستا له دیني ارزښتونو نه د معصومو وینو په بیه او د سرونو په نذرانې دفاع وکړه، په لسګونو شهیدان او په زرګونو نور د صهیونیستي نیواکګرو له خوا ټپیان شول؛ آن تر دې چې یوه بې پښو فلسطیني زلمي ستا له قدرمن حریم نه د مچلوغزې به وار سره دفاع کوله.

بیت المقدسه که ته د خپلې ازادۍ په پار یو ځل بیا د عمري تورو پړکا ته د انتظار شېبې شمارې؛ نو هغه خو د زمکې تل ته رحلت کړی، که د صلاح الدین ایوبي د آسونو شڼهار ته په تمه یې؛ نو هغه هم له دې ورانې نه کوچېدلی دی، که غواړي چې عرب زلمي به د خپلو نیکونو تاریخ ته په کتو یو ځل بیا آسونه زین کړي، ستا مرستي ته به په تورو، ډالونو او نېزو ځانونه سنګار کړي، دیهودو او لاسپوڅو به یې سرو له تنو بېل کړي، دا به د ” فرضٌ ممتنعٌ” له قبیل نه وي؛ ځکه هغوی لا له وړاندې د فلسطینې پتمنو پېغلو په معصومو وینو د “اېوانکا” په جبین خالونه کېښودل، د هغوی واړه ارمانونه یې د هغې د یوځلي ملاقات له پاره د سپېلنو په څېر لوګی کړل؛ دا راز یې د خپلې عزتمنې پرګنې حجاب هغې ته په یوه موسکا هبه کړل، د هغې خونخواره پلار «ټرامپ» ته یې د خپلو نیکونو ویاړمن مډالونه قیمتي سوغاتونه ډالۍ کړل؛ د مسلمانانو د دې ستر قاتل په اشارو یې ډېر دیني اقدار او ارزښتونه تر پښو لاندې کړل؛ یو لړ معنوي شتمنۍ یې له هغه نه د مادياتو په بدل و پلورل؛ دوی غواړي، چې په دې توګه به د دې تورې بلا موخه په بله مهار شي؛ خو دا خوب به یې کله هم رښتیا نشې.

چې ستا په اشغال د هغوی غیرت را ونه پارېدل، لري نه ده چې حرمین «حرسهما الله تعالی» هم د دې منحوسو پنجو ښکار نشي.

بدیهي ده، چې د شهوت او لذت په میو مست وګړي یواځې د دنیوي زیب، زینت، ښکلا په فکر کې وي او بس. د تلپاتې ژوند تلپاتې خوښۍ ورته افسانه غوندي ښکاري.

بیت المقدسه، عجم زلمي هم اوس د تېر په څېر د جذبې له جوهر نه بډای نه دي: د ځینو یې د غیرت ګراف صفر ته را ټیټ شوی، د سیرت له پلوه له غربي افکارو مسموم شوي، د صورت په لحاظ هم له پردي کلتور او ثقافت نه اغېزمن دي، روزمره دنده یې “بېډ او بال” دي، سرود او سریالونو ترې د غیرت ماده په بډ وهلې. د ځینو بیا یواځې را پارېدلې جسماني جذبه د “زنده باد،  مرده باد” په سوو کړیکو سړېږې، خو تجربو ښودلې چې دغو اجتماعي مسجعو او موزونو مقولو کومه اغېزمنه بریا له ځان سره نه ده لېږدولې.

بیت المقدسه له دې بر په لیکه وګړو نه ته د مرستې هیله لرې؟

بیت المقدسه یواځې څو د ګوتو په شمېر سر ببر؛ ستړي ستومانه؛ شبګیر وهلي زلموټي د دې زمکې د کرې پر مخ شتون لري چې د ککریو په نذرانه د ستر څښتن له سپېڅلی شریعت، د مسلمانانو له عرض، مال او جان نه دفاع او ستا په څېر له دیني نوامیسو نه حمایت کوي؛ له “ټرمپ” او ملګرو یې یواځې یادو وګړو خوب او راحت ګاڼه کړی؛ خو متاسفانه هغوی فعلا د خپلې لیلا د موندنې په لټه دي، که د الهي نصرت په مټ بخت او وخت یاري وکړه؛ د خپل هدف په موندلو برلاسي شوو نو خپله ګلورینه وینه به له تانه هم و نه سپموو.

 

مخکینې مطلب

سیګار: امریکایان په کابل کې د څو کیلومتره تګ لپاره تر زرو ډیر امریکایي ډالر لګوي

بل مطلب

که غزني سقوط شي!

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۸۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com