نا معلومه وسله والو د ماين پاکۍ مؤسسې پنځه کارکوونکي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۱) د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو د ماين پاکۍ د يوې موسسې پنځه کارکوونکي وژلي او يو يې ژوندی له ځان سره وړی دی.

پېښه د ميوند ولسوالۍ په ملنګ کاريز سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق وايي، دغه کسان د AMDC په نوم د ماين پاکۍ د يوې موسسې غړي دي چې د ټاپي پروژې د نل ليکې لپاره يې سيمه پاکوله.

د يادې موسسې مسئولين مني چې ياده سيمه کې پېښه ترسره شوې خو زياتوي چې تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د چا له لوري وژل شوي دي.

تر دې دمه د برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، چې په کندهار کې په وروستيو کې امنيتي وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی او ويل کېږي چې په پرلپسې ډول د ښار له ځينو سيمو سوداګر، هټيوال او تجاران د امنیتي منسوبينو په موټرو او ورديو کې پورته کېږي او له ډول ډول شکنجو وروسته د ښار اړوند اطرافي سيمو کې غورځول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button