طالبان: ملکيان دې له پوځي، استخباراتي او حساسو ادارو ځانونه لرې وساتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۱) د ملکي تلفاتو د مخینوي په موخه طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې ولسي وګړي دې له پوځي، استخباراتي او حساسو ادارو څخه ځانونه ليرې وساتي.

د طالبانو د نظامي کمېسيون له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې راغلي چې :” د اسلامي امارت مجاهدین د نړۍ په سطحه هغه څوک دي چې په نظامي عملیاتو کې فوق العاده احتیاط او داولس د سر او مال ساتنه خپله مهمه وظیفه بولي.”

د خبرپاڼې له مخې، که څه هم د بريدونو پر مهال طالبان له ډير احتياط څخه کار اخلي چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه تر ډيرې اندازې کمه شوې خو زياتوي چې يواځينۍ سيمه (د کابل ښار) دی چې وخت ناوخت پکې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د طالبانو د نظامي کمېسيون د خبرپاڼې له مخې” د کابل ښار چې د اشغالګرو تر ټولو مهم مراکز او استخباراتي او پوځي ادارې په کې شتون لري او  اولس وژونکو سپیشل فورس، ملي امنیت او د دښمن د نورو پوځي ادارو بې رحمه کارکوونکو اکثرو په کابل ښار کې په داسې ځایونو کې خپل دفترونه او مراکز جوړ کړي چې له اولس څخه د سپر په توګه کار اخلي.”

طالبان وايي، د ملکي وګړو وژنه يې هيڅ جهادي تګلاره کې ځای نه لري زياتوي په بريدونو کې يې يواځې خپل هدف ته تلفات اوښتي وي نو ” د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان ليرې وساتي.”

د طالبانو نظامي کمېسيون په اخره کې ويلي، چې دوی د الخندق د عملياتو په لړ کې په دغو مرکزونو د بريدونو پلان لري او دا چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخنيوی شوی وي نو له هېوادوالو يې غوښتي چې د حساسو ادارو، پوځي مرکزونو تر څنګ له تګ راتګ او هغوی ته په نږدې سيمو کې له پاتې کېدو څخه ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button