خوست کې کمپاین ځواکونو دوه بې ګناه ملکي وګړي شهیدان کړي

د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ څخه تازه راپورنه وایې چې تیره شپه د کمپاین ځواکونو خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د اصحیلو او خوني کلي کې عملیات کړې چې په ترڅ کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسیدونکي وایې د کمپاین ځواکونو لومړی چاپه د شپې لس بجې د خوني په کلي کې  د زاهدالدین ولد عجب دین په کور و وهله او زاهد یې په خپل کور کې یې و واژه.زاهد الدین په کلي کې د لرګیو کاروبار کولو.

دویمه چاپه یې د اصحیلو کلي کې  د حافظ نبي ولد حودین حاجي په کور د شپې لس نیمې بجې و وهله او حافظ نبي یې و وژلو.حافظ نبي د دوبۍ مسافر وو او کور ته په رخصتیو راغلی وو.

د کمپاین عسکرو دوه موټر سایکل او دوه موټر هم سوځولي.چې موټر چې یو د مولوی عثمان وو او بل د کلام دین نومي د  کلیوال وو.

د کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې میشت دي او  د بهرنیو ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي،افغان دولت  کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي.د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي.خو د دوی د خپلو عملیاتو په اړه د افغانستان او نړیوالو رسنیو سره هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button