لیکوال:عطاءالله مبارز
ټاکل شوې چې د روان لمریز کال په میزان میاشت کې په اصطلاح پارلماني انتخابات ترسره شي، یادې ټاکنې د پخوانیو هغو تکرار دی، چې نړیوال صلیبي اتیلاف یې دکابل دګوډاګۍ ادارې د مشروعیت لپاره کوي.
د افغانستان اسلامي امارت یاد انتخابات تحریم کړي او په خپل مسلمان اولس یې غږکړی چې په دی غولونکې پروسه کې برخه وانه خلي اوپرینږدي چې یوځل بیا دامریکایانو غلامان، غله اوزمونږ دهیوادوالو قاتلان واک ته ورسیږي ځکه داوسني پارلمان ټول وکیلان دامریکایي اشغالګرو وفادار دي امریکایانو سره دافغان وژني تړون همدې پارلمان تایئد کړی اویوقسم غولونکی،جعلي جواز يې ورکړی، اولس ته یې هیڅ ډول خدمت نه دی کړی، بلکې بالعکس یې د هیوادوالو په سرلوبي کړي.
د راتلونکو ټاکنو له لارې هم که کوم کاندیدان پارلمان ته لارمومي اکثریت به یې پخواني وکیلان ، یا د هغوی د کورنۍ غړي او یا هم امريکا او د هغوی نيواکګرو ته تر اوسنيو ډېر وفادار وي؛ ځکه ښه خلک په هیڅ ډول د اوسني اجیر دولت په شتون کې اولسي جرګې اومشرانو جرګې ته لار نشي موندلی.
د شریعت له مخې رایه دشهادت په معنی ده یعني کوم څوک چې خپله رایه کاروي نو ډاډه به وي چې د خوښی کاندید یې د اسلام او هیواد ګټو ته تر څه اولیت ورکوي، په دينی او دنيوي چارو کې د رعيت سمه سرپرستي کولای شي او په فکري لحاظ خرڅ شوی نه دی، په داسې حال کې چې ډیری هغه خلک چې کاميابيږي امریکایي ګټو ته وفادار دي، اسلامي او ملي ارزښتونه ورته هيڅ ارزښت نه لري.
که چاخپله رایه وکاروله او دده دخوښې کانديد د مسلمان ملت د استازولۍ صلاحيت نه درلوده؛ نو د شهادة الزور( د دروغو دګواهي) غوندې کبيره ګناه يې وکړه.
او که دده د رایې په مرسته یاد نوماند بریالی شو نو رایه اچونکی د هغه په هرراتلونکی جنایت کې پوره شریک دی.
لله الحمد زمونږ هیوادوال ترډیره اوس پوشوي، دجانکیری په لاس دجوړشوي ګډ حکومت،اوسني اوراتلونکي پارلمان ورته اعتبارنه لري’ میاشت مخکي چې ټاکنو ته نوم لیکنه پیل شوی دخلکو ګډون پکې بیخي د نشت برابر دی او دراپورونو په اساس دګوډاګۍ ادارې مشر دانتخاباتو کمیسون ته لارښو.نه کړی چې د خلکو دګډون اصلي شمیری دې نه په ډاګه کوي اوپه تبلیغاتي ډول دې شمیرې ډیری ښيي چې دا په خپله یوه شرمونکي خبره ده او داچې دهیواد په کابو ۷۰فیصده خاوره حکومت کنترول نه لرې نوپه دې صورت کې هم یاد انتخابات مشروعیت نه لري

















