نن د طالب پر يووالي.. سبا یې پر کاميابۍ اعتراف

سرليکنه

امريکا چې پر افغانستان يرغل وکړ او د افغانستان په تاريخ کې یې د طالبانو د امن او سولې نظام له منځه يووړ، د جګړې په دوام سره یې خپل تبليغات هم دوامداره وساتل.

څه تبليغات په امريکا کې په يوه او بل نوم راډيوګانو، تلوېزيوني چېنلونو او له نورو خپرنيزو ادارو او څه یې په کابل کې يو شمېر په کرايه اخیستل شویو رسنيو ته دنده سپارلې چې په افغانستان کې د امريکا د ګټو لپاره په بېلابېلو برخو کې تبليغات وکړي.

په افغانستان کې د امريکايي تبليغاتو لپاره يو شمېر په کرايه اخیستل شوي اشخاص هم موجود دي، چې په يوه او بل نامه، يا د مرکو په صورت، يا د ليکنو په صورت او په نورو بڼو ورسپارل شوې دنده سرته رسوي.

خو، له نېکه مرغه، اخر یې د ټولو شومو هلو ځلو مخه پخپله په کابل کې د ولسې جرګې د وکيلانو په مرکو کې په يوه اعتراف، چې ”طالبان په خپلو کې هيڅ اختلاف نه لري“، ونيول شوه.

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو په ډاګه ويلي دي چې طالبان په خپلو کې هيڅ ډول اختلاف نه لري. تراوسه پورې دا ډول وينا په تېرو ١٧ کلونو کې يوه حکومتي چارواکي او يو وکيل نه وه کړې.

سره له دې چې د طالبانو په صفونو کې د درز اچولو په موخه امريکا په ميلیونونو ډالر رسنيو ته ځانګړي کړي دي، خو بيا هم د ولسي جرګې د وکيلانو اعتراف وکړ چې طالبان په خپلو کې يووالی لري، د مشرانو اطاعت کوي، تر يوې قوماندې لاندې جګړه کوي، د پرېکړې په ترسره کولو کې يو بل سره کوم اختلاف نه لري.

دا هغه څه دي چې د امريکا په لاس جوړ کړل شوي حکومت چارواکو او ډنډورچيانو ترې تراوسه پورې سترګې پټولې. تبليغول به یې چې طالبان په خپلو کې سره څو ډلې شوي دي، خو نن یې ولسي جرګې په يووالي اعتراف وکړ.

د ولسي جرګې د غړيو دا اعتراف چې دغه ډله په خپلو ټولو بریدونو کې د نظر او عمل یووالی لري پر ځای اعتراف دی. د ولسي جرګې په کچه دا اعتراف ډېر مهم دی چې وايي ”دغه ډله په خپلو ټولو بریدونو کې د نظر او عمل یووالی لري“.

”ټیټ پوړي یې له رهبرۍ څخه مطلق اطاعت کوي.“ په تېرو ١٧ کلونو کې په دې  دویم اعتراف کې د اطاعت کلمه دا ثابتوي چې سبا به د طالبانو په کاميابۍ هم اعتراف وکړي، ځکه همدغو دوو اعترافونو چې دمخه یې نه کول اوس یې وکړل، دریم اعتراف هم شونی کړ.

د فارياب په جګړه کې طالبانو ډېر څه لاس ته راوړل. دمخه به چې کومه ولسوالي د طالبانو لخوا ونيول شوه، وروسته به د ناټو او امريکا هوايي الوتکو ټول ولايت او ملکي سيمې تر بمبار لاندې ونیولې، د ملکې وګړو د ژوند د ژغورنې په خاطر به طالبانو له خپلو ځايونو شاتګ وکړ.

د فارياب جګړې طالبانو ته ډېره ګټه وکړه، هغه په ولسي جرګه کې د طالبانو د نظر پر يووالي اعتراف دی، چې ولسي جرګه یې نه بېرته اخیستلای شي او نه یې په بمبار له منځه وړلای شي.

همدا اعتراف چې د ولسي جرګې په کچه وشو، طالبانو ته د فراه تر نيولو ډېر مهم دى او ښې پايلې به ولري، ځکه نن یې په يووالي اعتراف، سبا به د بهرنيو پوځونو په بشپړ ایستلو او د طالبانو په کاميابۍ اعتراف وکړي.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button