د دوستم پلويان: که د دوستم د راتګ زمينه برابره نه شي پاڅون به وکړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۰) نن په فارياب ولايت کې د دوستم سلګونه پلويانو د يوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د ولسمشر تبعيد شوی لومړی مرستيال جنرال دوستم دې له کوم شرط پرته بيرته هېواد ته راوغوښتل شي.

د دوستم پلويانو ګواښ وکړ که حکومت د هغه پرضد له ناوړه سياست څخه ډډه ونه کړي او د هغه د راتګ لاره جوړه نه کړي نو دوی به هم د حکومت پرضد وسلې راواخلي او پاڅون به وکړي.

غونډه والو د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ويې ويل چې حکومت د امنيت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.

له بله پلوه د فارياب د ملي امنیت په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي: چې ياده غونډه يواځې په جنبش ګوند پورې اړه لري زياتوي چې دغې غونډې ته د دوستم پلويانو په زور سره د ليسو زده کوونکي او محصلين ور وستي و.

د يادونې ده، چې نږدې يوه اوونۍ مخکې راپورونه ورکول شول چې ولسمشر غني ترکيې ته د خپل تګ پر مهال له دوستم سره تليفوني خبرې کړي او هغه يې بيرته هېواد ته راغوښتی دی.

د دوستم او ايشچي تر منځ د شخړې  له رامنځته کېدو څو مياشتې وروسته جنرال دوستم د ولسمشر غني په غوښتنه له هېواده تبعيد کړای شو چې اوس هم په هغه هېواد کې د جلا وطنۍ ژوند کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button