طالبان: نه غواړو له بې صلاحیته جهتونو سره د خبرو په نامه وخت ضایع کړو

بل پلو ذبیح الله مجاهد په واشنګټن پوسټ کې د یاد امریکایي جنرال هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې یې ۷۰ طالب مشران وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۰)

طالبانو د امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن د سولې او وروستیو پر مختګونو په اړه د هغه وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښوودلی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن هغه ادعا چې ګواکې طالبان د ملي یووالي له حکومت سره په خبرو بوخت دي، په کلکه رد کړې او زیاته کړې یې ده چې

“ د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ په کراتو اعلان شوی او هيڅ پټ او پوښلی اړخ نه لري“

طالبانو د امریکایي جنرال خبرې غولوونکې بللې او په خبره یې چې امریکايي جنرال نیکولسن د خپلو ناکامیو څخه د توجه اړولو په خاطر داسې کاذبانه ادعاوې کړې دي، ترڅو په واشنګټن کې رسنۍ د ناسمو معلوماتو په خپرولو بوختې ‘او په افغانستان کې د ټرمپ د ناکامه ستراتيژۍ له رسوايي څخه عامه امریکايي ذهنیت په بله واړوي‘

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د جګړې اصلي لوری بهرنیان دي او له بل کوم لوري سره په خبرو کولو وخت نه ضایع کوي

“د اشغالګرو ځواکونو په موجودیت کې اسلامي امارت نه غواړي له بې صلاحیته جهتونو سره د خبرو په نامه وخت ضایع کړي“

بل پلو ذبیح الله مجاهد په واشنګټن پوسټ کې د یاد امریکایي جنرال هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې یې ۷۰ طالب مشران وژلي.
مجاهد بي بي سي ته ویلي؛

“ ‏‎واشنګټن پوسټ دټرمپ ناکامه ستراتيژي توجیه کړې، په تیرو ۲ اونیو کې یو تن مسئول او مشر مجاهد هم چیرې نه دی شهید شوی، امریکايي جنرالان غواړي هغه جګړه چې دافغانستان په خاوره کې يې بایللې، د واشنګټن په کاغذي اخبارونو کې د خلکو په تیرایستلو سره وګټي.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button