(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۰) د هرات روغتيايي مسئولین وايي،په دغه ولايت کې د ۱۳۹۵کال په پرتله د تېر کال په پرتله د ځانوژنې هڅې دوه برابره زياتې شوي دي.
د روغتيايي مسئولینو په وينا، د ځانوژنې هڅې ډيری یې د مېرمنو له خوا دي او کم شمير يې نارينه دي.
د هرات د روغتون وياند محمد رفيق شيرزی وايي: “تېر کال د زهري توکو د خوړولو اتلس سوه پېښې ثبت شوي زياتوي چې په دغه ډله کې يې څوارلس سوه ژواځې مېرمنې او پاتې څوارلس سوه نارينه دي.”
روغتيايي چارواکي وايي، تېر کال يواځې پنځه دېرش کسانو توانېدلي چې د زهري توکو او يا ځان په مرمۍ ويشتلو له لارې ووژني زياتوي چې د سلګونو نورو کسانو د ځانوژنې مخنيوی شوی دی.
چارواکي وايي، خراب چاپيريال او کورني مشکلات د ځوانانو د ځانوژنې عمده لامل دی خو په ورته وخت کې د هرات روغتون د داخلي څانګې مسئول محمد نبيل فقيریار وايي، په هرو لسو پېښو کې نهه کسانو يې په نمايشي ډول د ځانوژنې هڅې کوي زياتوي چې دغه چاره د ډاکټرانو وخت نيسي او حکومت بايد په هغو کسانو جرمانه وټاکي چې د ځان وژنې په نوم دوا خوري خو بيا ژوندی پاتې کېږي.
د هرات روغتون چارواکي وايي، هره ورځ له درې تر پنځو کسان د ځان وژنې هڅه کوي او روغتون ته راوړل کېږي.
د شيرزي په وينا، که څه هم دوی يې د بندولو غوښتنه کړې خو زياتوي چې لا هم په بازارونو کې د زهري توکو او زهرجنو درملو ناقانونه پېر او پلو کېږي.


















