یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دلمونځ مسائل (۶۸مه برخه ) – د سجدې تلاوت شرطونه –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 5, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
21
ځلې شریک شوی
267
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلی

پوښتنه : د سجدې تلاوت لپاره کوم شرطونه دي؟

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ځواب : کوم شرطونه چې د لمانځه لپاره دي هغه د سجدې تلاوت لپاره هم دي، يعنې د بدن، جامې او ځای پاکوالی، عورت پټول، قبلې ته مخ کول، د سجدې تلاوت لپاره نيت کول ([1]).

د سجدې تلاوت د لزوم راز

پوښتنه : په قرآن مجيد کې چې د سجدې تلاوت څومره آيتونه دي په لمانځه کې يا له لمانځه د باندې د هغو په آوريدلو يا ويلو سره سجده تلاوت ولې واجبيژي؟.

ځواب : دا چې پيغمبر 5، صحابه کرامو  رضی الله عنهم  په دغو ځايونو کې سجده کړې، لهذا په دغو ځايونو کې سجده کول ضروري دي، همدا ډول په دغو آيتونو کې له مسلمانانو څخه عبارتاً يا اشارتاً د سجدې کولو غوښتنه شوې دى ([2]).

د سجدې تلاوت نيت

پوښتنه : د قرآن مجيد د تلاوت کولو په وخت کې د سجدې تلاوت نيت څه دى؟.

ځواب : نيت يې دا دى چې زه سجده تلاوت اداء کوم ([3]).

له کيسټ (پيتې) څخه د ايت سجدې په اوريدلو سره سجده تلاوت نه واجبيژي

پوښتنه : که يو شمير خلک د ځينو مشهورو قاريانو په کيسټ (پيتې) کې سبط شوى تلاوت آوري او په هغې کې د سجدې آيت ولوستل شي نو په دې سره سجده تلاوت واجبيژي او که نه؟.

ځواب : د کيسټ (پيتې) تلاوت د تلاوت په حکم کې نه دى، له همدې امله په مذکوره صورت کې سجده تلاوت نه واجبيژي ([4]).

سجده تلاوت په کومو شيانو فاسديژي

پوښتنه : سجده تلاوت په کومو شيانو سره فاسديږي؟

ځواب : په کومو شيانو چې لمونځ فاسديږي په هغوی سره سجده تلاوت هم فاسديږي ([5]).

له مکروه وخت دمخ سجده تلاوت کيدلاى شي

پوښتنه : د مازديګر لمانځه له جماعت وروسته او له مکروه وخت دمخه سجده تلاوت کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : د مازديګر له لمانځه وروسته او له مکروه وخت دمخه سجده تلاوت کيدلاى شي ([6]).

که چيرته د سجدې تلاوت آيت دوه او درى ځلې وويل شي

پوښتنه : که چيرته د سجدې تلاوت آيت دوه يا ډير ځلې وويل شي حکم يې څه ده؟

ځواب : که چيرته د سجدې تلاوت آيت په يوه مجلس کې دوه يا ډير ځلې وويل شي او يا واوريدل شي نو يوه سجده واجبيږي ([7]).

د سهار له لمانځه وروسته د سجدې تلاوت کول روا دي

پوښتنه : د سهار لمانځه له ختميدو وروسته کوم وخت چې د لمر راختو ته پنځلس دقيقې پاتې وي سجده تلاوت کومه چې يوه ورځ دمخه يا په بل تير شوي وخت کې واجب شوې وي اداء کول يې روا دي او که نه؟.

ځواب : د سهار له لمانځه وروسته او د لمر له راختو دمخه سجده تلاوت کول روا دي، هغه که د مخه واجب شوې وي او که يې په همدغه وخت کې د سجدې آيت لوستلى وي ([8]).

که چيرته په يوه مجلس کې د سجدې تلاوت دوه آيتونه ولوستل شي يا يو آيت په دوو مجلسونو کې ولوستل شي

پوښتنه : که چيرته په يوه مجلس کې د سجدې تلاوت دوه آيتونه ولوستل شي يا يو آيت په دوو مجلسونو کې ولوستل شي حکم يې څه دی؟

ځواب : په يوه مجلس کې چې د سجدې تلاوت څومره مختلف آيتونه ولوستل شي يا يو آيت په مختلفو مجلسونو کې څومره مکرر ولوستل شي همغومره سجدې واجبيږي ([9]).

د سجدې تلاوت سمه طريقه

پوښتنه : ډير ځلې خلک ليدل کيژي چې په مختلفو طريقو سجده تلاوت اداء کوي، د سجدې تلاوت صحي طريقه څه ده؟.

ځواب : د الله اکبر له ويلو وروسته دې سجدې ته ولاړ شي او په سجده کې دې درى ځلې (سبحان ربي الاعلي) ووايي او بيا دې الله اکبر ووايي او وپورته دې شي، بس دا سجده تلاوت دى، په ولاړه الله اکبر ويل او سجدې ته تلل بهتر دي او که چيرته د ناستې په حالت کې وکړى شي نو هم روا دى ([10]).

که د سجدې يو آيت په دوو رکعتونو کې ولوستل شي نو څو سجدې واجبيژي

پوښتنه : د تراويح په لمانځه کې امام په لومړي رکعت کې د سجدې آيت تلاوت کړ او سجده يې وکړه، اتفاقاً په دويم رکعت کې يې هماغه د سجدې آيت بيا ولوست نو لومړى سجده کافي دى او که دويمه سجده لازميژي؟.

ځواب : لومړى سجده کافي کيژي ([11]).

د قران مجيد د تلاوت کولو په وخت کې د سجدې تلاوت آيت پريښودو حکم

پوښتنه : که يو څوک د قرآن مجيد د تلاوت کولو په وخت کې مخکې او وروسته آيتونه ووايي او د سجدې تلاوت آيت پريږدي دا څنګه دی؟

ځواب : داسې کول مکروه دي ([12]).

که د سجدې د آيت ترجمه ولوستل شي سجده واجبيژي او که نه

پوښتنه : د سجدې تلاوت آيت په ويلو او آوريدلو سره خو سجده واجبيژي، مګر که چيرته يو کس د سجدې د آيت ترجمه ولولي نو سجده تلاوت واجبيژي او که نه؟.

ځواب : واجبيژي، ځکه چې ترجمه د همدغه آيت مفهوم دى ([13]).

په سجده تلاوت کې يوازې يوه سجده کيژي

پوښتنه : په سجده تلاوت کې دوه سجدې کيژي او که يوه؟.

ځواب : د يوه آيت په تلاوت باندې يوه سجده واجبيژي، البته د مجلس له بدليدو وروسته که هماغه آيت بيا وويل شي نو بله سجده هم واجبيژي ([14]).

د خلکو پر وړاندې د سجدې تلاوت آيت په کرار ويلو حکم

پوښتنه : که چيرته يو څوک په داسې ځای کې تلاوت کوي چې هلته نور خلک هم موجود وي او دی د سجدې تلاوت آيت په کرار ووايي تر څو يې چې نور خلک وا نه وري دا کار څنګه دی؟

ځواب : جائز دی، بلکه بهتر دا دی چې په کرار يې ووايي ([15]).

په يو ځل د ټولو سجدو کولو حکم

پوښتنه : د سجدې تلاوت کول په هماغه د تلاوت کولو په وخت کې سنت دى او که د قرآنکريم له ختميدو وروسته ټولې پر يو ځاى اداء کيدلاى شي؟ کومه طريقه بهتره دى؟.

ځواب : د قرآنکريم د ټولو سجدو يو ځاى کول خلاف سنت دى، د تلاوت کولو پر مهال چې کومه سجده راشي حتي الوسع دې زر تر زره د هغې د اداء کولو کوشش دې وکړى شي، اما که چيرته ټولې پر يو ځاى اداء کړى شي نو اداء کيژي ([16]).

که له ويده سړي څخه د سجدې آيت واوريدل شي

پوښتنه : که چيرته يو څوک په خوب کې مسلسل د قرآنکريم تلاوت کوي او هغه د سجدې آيت ولولي نو په آوريدونکو باندې سجده تلاوت واجبيژي او که نه؟.

ځواب : په داسې حالت کې که چيرته هغه د سجدې آيت تلاوت کړي نو په آوريدونکو باندې سجده واجب دى ([17]).

که چيرته په لمانځه کې سجده تلاوت هيره شي

پوښتنه : که چيرته په لمانځه کې سجده تلاوت هيره شي او په دويم رکعت کې ور په ياد شي نو په څه طريقه اداء کړى شي؟.

ځواب : که چيرته سجده تلاوت په هغه رکعت کې هيره شي په کوم کې يې چې د سجدې ايت تلاوت کړى دى نو په دويم او دريم رکعت کې چې کله ور په ياد شي ودې کړى شي او بيا دې سجده سهوه وکړى شي ([18]).

له سجدې څخه د ځان ساتلو په خاطر د آيت سجدې پريښودل

پوښتنه : د يو شمير قاريانو معمول وي چې هغوى د سير کولو (چکر وهلو) پر مهال تلاوت کوي، دا چې يوازې په ژبه يې وايي او قرآن مجيد ور سره نه وي نو زياتره وخت يې اودس نه وي، نو په داسې صورت کې آيا داسې کيدلاى شي چې د سجدې آيت پريښودل شي تر څو چې سجده تلاوت پرې واجبه نشي؟.

ځواب : داسې کول مکروه دي، سجده تلاوت سمدستي نه واجبيژي، وروسته چې کله اودس وکړى شي نو اداء دې کړى شي ([19]).

د کومو سورتونو په اخير کې چې سجده وي د هغو لوستونکى به څه وخت سجده کوي

پوښتنه : د کومو سورتونو په اخير کې چې سجدې وي، که چيرته هغه په لمانځه کې وويل نو سجده تلاوت به څرنګه کوي؟ آيا د دريو سجدو په کولو سره يا د لمانځه له دوو سجدو کولو وروسته سجده تلاوت هم اداء کيژي؟.

ځواب : چې د سجدې تلاوت په آيت باندې تلاوت ختم شي رکوع ته ولاړ شي نو په رکوع کې د سجدې تلاوت نيت کيدلاى شي او له رکوع وروسته د لمانځه په سجدو سره هم سجده تلاوت اداء کيدلاى شي، په داسې صورت کې په مستقل ډول د سجدې تلاوت کولو ته ضرورت نشته، او که چيرته د آيت سجدې له تلاوت کولو وروسته نور تلاوت هم وي بيا دې لومړى سجده تلاوت وکړى شي، بيا دې پورته شي او ړاندې نور تلاوت دې وکړى شي ([20]).

په سورت (ص) کې د آيت سجدې تحقيق

پوښتنه : په سورت (ص) کې سجده په (اناب) باندې دى او که په (مآب) باندې دى؟.

ځواب : په سورت (ص) کې سجده په (حسن مآب) باندې دى ([21]).

که چيرته له وعظ کونکي څخه په عام مجلس کې د سجدې آيت واوريدل شي نو ټول به جلا جلا سجده کوي

پوښتنه : که چيرته يوه وعظ کونکي په داسې مجلس کې چيرته په سلګونو خلک ناست وو د سجدې آيت ولوست، آيا سجده تلاوت په ټولو باندې ضروري دى؟ که چيرته ضروري وي نو ټولو ته وعظ کونکى په جماعت سره سجده ورکولاى شي؟.

ځواب : د آيت سجدې په ويلو او آوريدو سجده واجبيژي، لهذا په ويونکي او آوريدونکي باندې سجده لازمه دى، ټول به جلا جلا سجده کوي ([22]).

د اقترب للناس په دويمه سجده تلاوت باندې د سجدې کولو حکم

پوښتنه : په تراويح لمانځه کې د اقترب للناس په دويمه سجده تلاوت باندې کومه چې د امام شافعي  رحمه الله په نزد واجبه دى که سجده وکړى شي نو په لمانځه کې کوم نقصان راځي او که نه؟.

ځواب : هيڅ نقصان نه راځي، که چيرته د دغې سجدې کونکى عالم وو او هغه ته په دليل سره د امام شافعي  رحمه الله د قول قوت معلوم وو، او که چيرته دا خبره نه وه نو بيا د دغې سجدې په کولو سره په سجده کونکي باندې سجده سهوه لازميژي، ځکه بيا خو د دغه امام په نزد دلته سجده نشته، نو په دغه لمانځه کې له ضرورت پرته سجده وکړى شوه، په کومې سره چې په رکن کې ځنډ راغى کوم چې موجب د سجدې سهوې دى ([23]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٨.

([2]) فتاوى فريديه، ٢ : ٦٥٢، بحواله : فتح القدير، ج : ١، ص : ٤٦٦، باب سجود التلاوة.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٣٢، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٣٥.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٦٩، بحواله : التنوير وشرحه، ج : ٢، ص : ١٠٨، حلبي کبير، ص : ٥٠٠.

([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٨.

([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٧٤، بحواله : التاتار خانية، ج : ١، ص : ٣٠١.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٨.

([8]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٢٥، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٣٧٥، کتاب الصلوة.

([9]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٣٢، بحواله : البحر الرائق، ج : ٢، ص : ١٣٧.

([11]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٢٠٠، بحواله : بدائع الصنائع، ج : ١، ص : ١٨٢، فصل سبب وجوب السجدة.

([12]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([13]) فتاوى رحيميه، ٥ : ٢٠٤، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ٩٦.

([14]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٣٣، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٤، باب سجود التلاوة.

([15]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([16]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٣٤، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٣٥.

([17] ) خير الفتاوى، ٢ : ٦٦١، بحواله : البحر الرائق، ج : ١، ص : ١٦١.

([18]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٩٧، بحواله : عالمګيري کشوري کتاب الصلوة، باب ثالث عشر في سجود التلاوة، ج : ١، ص : ١٣٢.

([19]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٦٢، بحواله : کبيري، ص : ٤٧٠.

([20]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٣٥، بحواله : البدائع الصنائع، ج : ١، ص : ١١١ – ١١٢.

([21]) امداد الاحکام، ١ : ٦٨٧، بحواله : مراقي الفلاح مع الطحطاوي، ص : ٢٧٩.

([22]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٩٩، بحواله : ردالمحتار، باب سجود التلاوة، ج : ١، ص : ٧١٧.

([23]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٨٩.

مخکینې مطلب

طالبان: په کابل کې د علماؤ ناسته امریکایي پروژه او نمایشي هڅه وه

بل مطلب

اروزګان: ځانګړو ځواکونو ۱۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com