یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: په کابل کې د علماؤ ناسته امریکایي پروژه او نمایشي هڅه وه

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 5, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
316
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې خبر پاڼه کې د علماؤ د تیرې ورځې پر غونډې غبرګون ښوودلی او هغه یې د امریکایانو له خوا را بلل شوې ناسته وه.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د انګریزانو له اشغاله بیا د شوري تر یرغله او آن د امریکایي تاړاک پورې جهادي بهیرونه د علماؤ د هڅو نمونه بللې چې په خبره یې امریکایان غواړي اوس د څو پلورل شویو څیرو په مټ دا خوځښت کمرنګه او پیکه کړي.
طالبانو د کابل د تیرې ورځې غونډه نمایشي بللې چې په خبره یې “ د دې غونډو د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي“
د اعلامیې ترمخه؛ .‘په کابل کې د نن ورځې عالمانو په اصطلاح فتوا مخکې له وخت تیاره کړل شوي وه صرف راټولو شوو ملایانو ته بې له دې چې د هغوی نظر واخیستل شي یا يې اقلاً مشوره ورسره وشي له ستیج څخه واورول شوه چې هيڅکله شرعي دليل نه شي جوړیدای.‘

دا هم ولولئ

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

طالبانو له علماؤ غوښتي چې “ د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له خپل اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي“

د اهمیت له کبله دا اعلامیه کټ مټ تاسو ته نشروو.

په کابل کې د دیني عالمانو په نامه د غونډې په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند توضیحي څرګندونې

دیني علماء کرام او مشائخ په اسلامي ټولنه کې له خورا ستر مقام څخه برخمن دي او دروند مسؤلیت لري، لکه څنګه چې په پخوانیو امتونو کې پیغمبرانو علیهم السلام د بشري ټولنو درهبرۍ دنده په غاړه درلوده، د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دغه دنده برحقو دیني علماء کرامو ته په میراث رسیدلي ده، له همدې امله خو دتاریخ په مختلفو پړاوونو کې دیني علماء کرام دامت د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره دجهاد، علم، ارشاد، اصلاح، دعوت او نورو ټولو ډګرونو مخکښان پاته شوي او په سختو حالاتو کې یې د امت بیړۍ ته نجات ورکړی دی.

زموږ په هیواد او سیمه د راغلیو پردیو یرغلونو او ابتلاوو په ټولو مرحلو کې دیني علماء کرام همیشه د خپلو مؤمنو اولسونو تر څنګ دریدلي، د خپلې ټولنې له دیني ارزښتونو، متدین فکر، ویاړلي فرهنګ او اسلامي تشخص څخه یې دفاع کړې او د اشغالګرو ټولې دسیسې یې ناکامې کړي دي.

که موږ د وروستیو پیړیو تاریخ په دقت سره وګورو زموږ په هیواد او ګاونډیو هیوادونو د انګریزي استعمار د راتګ په مهال که په افغانستان کې د ملا مشک عالم، حضرت نور المشائخ مجددي، مولانا نجم الدین اخندزاده او نورو علماء کرامو په شان مبارزین له کفري اشغال سره په مقابله بوخت ول د هند او اوسني پاکستان په سیمه د مولانا شیخ الهند محمود الحسن صاحب، مولانا عبیدالله سندي صاحب او د وریښمین رومال د د تحریک د نورو مشهورو مبارزینو په شان مجاهد علماء کرام د انګریزي استعمار په وړاندې په جهاد او مقابله بوخت ول او په دې لاره کې یې د زندان او هجرت په شمول قسماقسم کړاوونه وزغمل.

په همدې ډول په افغانستان د شوروي یرغل په مهال هم علماء کرامو د خپل مؤمن ملت د نجات او کمونیستي کفر د شړلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې او په افغانستان د امریکایي یرغل په مقابل کې جهاد چې د هیواد سلګونو علماء کرامو په شرعي فتوی پیل شوی، بیا هم د علماء کرامو او طالبانو رول په کې بارز دی چې د خپل مؤمن او په استقلال مین اولس د دفاع لپاره جهاد کوي او د اسلامي نظام د حاکمیت ارمان ته ژمن دي.

دا چې دیني علماء کرام د اسلامي ټولنو په دفاع کې تر ټولومهم او اساسي رول لري، د اسلام دښمنان هم دې ټکي ته متوجه دي نو ځکه همیشه هڅه کوي چې له دیني عالمانو څخه د خپلو اشغالګرانه توطئو د سرته رسولو په لار کې استفاده وکړي.

دا چې د امریکا ضد جهاد په اوولس کلنه مرحله کې زموږ اولس د خورا ډیرو قرباینو په برکت اشغالګر پوځیان دې ته آماده کړي چې نور په جګړه کې شکست ومني او له هیواده تیښتې ته اماده شي، نو له بریا څخه مایوسو اشغالګرو اوس یو شمیر نور دسائس په کار اچولي تر څو زموږ د مؤمن او په آزادۍ مین اولس د استقلال غږ خاموش او د درنو قربانیو ثمره یې ضائع کړي.

د امریکایي اشغالګرو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال وویل چې امریکا پلان لري په روان کال کې په طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو په طالبانو پوځي، سیاسي، ټولنیز او حتی مذهبي فشارونه راوړو، د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو د دیني عالمانو په نامه فرمايشي، غونډې به جوړیږي او په دې غونډو کې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او له ولس کلن جهاد وروسته به د هغوی د مبارزې مشروعیت له دیني اړخه چیلنج کړي.

په همدې سلسله کې د امریکایانو د پلان له مخې د دیني عالمانو لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې ترسره شوه او دا دی نن دغسې یوه نمايشي غونډه په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي، امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال ته جواز پیدا او دیني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد مردود ثابت کړي.

موږ په دې ایمان او باور لرو چې حق حق دی او هیڅوک یې د باطلولو توان او طاقت نلري. زموږ برحق جهاد د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې د سلګونو علماء کرامو د شرعي فتوی په اساس او د ملت په ملاتړ پیل شوی او دا دی د بریا تر منزله رسیدونکی دی.

امریکایان لکه څنګه یې چې پوځي، سیاسي او تبلیغاتي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې الله تعالی به یې دغه وروستۍ دسیسه هم له شکست او رسوايي سره مخامخ کړي، الله تعالی فرمایي: يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره الكافرون.الصف ۸

په کابل کې د نن ورځې عالمانو په اصطلاح فتوا مخکې له وخت ت

یاره کړل شوي وه صرف راټولو شوو ملایانو ته بې له دې چې د هغوی نظر واخیستل شي یا يې اقلا مشوره ورسره وشي له ستیج څخه واورول شوه چې هيڅکله شرعي دليل نه شي جوړیدای.

د کابل غونډه کې اکثره عوام الناس د عالمانو په نامه کښينول شوي وو چې هسې د غونډې د کثرت هڅه په کې شوې وه.

د غونډې د ویناوالو خبرې په دې چورلیدې چې ګواکې روان جنګ د مسلمامانو ترمنځ نزاع ده او دوی يې ترمنځ د سولې هڅه کوي، په داسې حال کې چې روان جهاد امریکايي اشغال په ضد پيل شوی او اشغالګر قوتونه په خپل قوت سره لا هم په افغانستان کې موجود دي او په افغانانو باندې يې د جانکیري په لاس جوړ شوی نظام تپلی دی، هغه کار چې هر اشغالګر يې په نورو هیوادونو کې د مداخلو په نتیجه کې کوي.

اوسنی جهاد د امریکايي محاربو کفارو په ضد دفاعي جهاد دی، د امریکایانو په صف کې له دریدليو په نامه مسلمانانو سره هم د ګڼو شرعي نصوصو له مخې جهاد فرض بلل کیږي.
موږ دیني عالمانو ته وایو چې د برحق جهاد د نامشروع بللو په دې حساسه موضوع کې دې په خپل دنیوي او اخروي عاقبت وویریږي. تاریخ شاهد دی کوم دیني عالمان چې د خپل علم سپکاوی یې کړی او د شیطان له پیروانو سره همکار شوي دي الله تعالی په دنیا او اخرت دواړو کې شرمنده کړي دي. قران کریم موږ ته د موسی علیه السلام په زمانه کې د یوه دیني عالم بلعم باعورا حکایت کوي: بلعم باعورا د خپل وخت لوی دیني عالم او د کراماتو څښتن و، کله چې موسی علیه السلام غوښتل بیت المقدس او شام ته خپل دیني حاکمیت پراخ کړي او دا سیمې له باطلو او جابرو حاکمانو ازادي کړي، نو د دې ځای حاکمانو د موسی علیه السلام د لښکر د شکست او ماتولو لپاره هڅه وکړه دغه دیني عالم يې د وخت د پیغمبر پر خلاف استخدام کړ، دوی بلعم بن باعوراء په مال او شهواتو سره تطمیع او دې ته اماده کړ چې د موسی علیه السلام لښکر ته ښېرا وکړي، خو وروسته الله تعالی د ده ښیرا په دعاء بدله کړه او دغه د باطل په دام کې ګیر عالم یي رسوا او تر قیامته عبرت وګرځاوه.

په کابل کې راټول په اصطلاح دیني عالمان باید له دې قرآني حکایت څخه پند واخلي او پر ځان رحم وکړي، امریکا د دې وخت ستر فرعوني طاغوت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مسلمانانو حقوق غصب کړي او مظالم ترسره کوي. له دغه طاغوت سره ملګرتیا عظیمه ګناه او لوی انحراف دی چې الله تعالی دې زموږ دیني علماء کرام ترې وساتي.

په پای کې یو ځل بیا له دیني علماء کرامو څخه احترامانه هیله کوو چې د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له خپل اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي.
ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی
۱۴۳۹/۹/۲۰هـ ق
۱۳۹۷/۳/۱۴هـ ش
2018/6/4م

لوی ټکي: د طالبانو غبرګوند علماؤ غونډه
مخکینې مطلب

ديني عالمانو ته منسوب بې دينه فتوا

بل مطلب

دلمونځ مسائل (۶۸مه برخه ) - د سجدې تلاوت شرطونه -

ځانګړي مطالب

افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com