(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۵)
د اروزګان ولایت ځایي چارواکي وایی چې تیره ورځ د نړیوالو ځواکونو په ملتیا افغان ځانګړو ځواکونو
د دهراود د ولسوالۍ اړوند سیمو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیات کړي .
په جنوب کې له ۲۰۵ اتل قول اردو خبرپاڼه وایي؛ په دې عملیاتو کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
خو د سیمې خلک وایي چې ځانګړو ځواکونو یواځې ولسي خلک په نښه کړي او وسلوالو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د راپورونو په اساس په دې برید کې دیوې ماشومې په ګډون ۹ تنه عام کلیوال وژل شوي او ۸ نور ښځې او ماشومان یې ژوبل کړل همداراز ګډو ځواکونو ۲ کلیوال هم وړي دي.
طالب ویاند یوسف احمدي پیښه یو جنایت بللی او زیاته کړې یې ده چې په دې چاپه کې یواځې ولسي خلک په نښه شوي .
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې یادو ځواکونو د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې په جلاجلا توګه شپینۍ چاپې ووهلې چې لسګونه ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د مشرانو جرګې غړي وایي؛ ځانګړي ځواکونه یواځې هغه کار کوي چې امریکایان یې ورته فرمایش ورکړي او په خبره یې چې وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې دا ځواکونه یواځې عام ولسونه په نښه کوي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وایي؛ د کمپاین، ۰۱، ۰۲ او نورو نومونو باندې نومول شوي ځانګړي ځواکونه یواځې امریکایي ملیشې دي چې د ده په وینا که یادې ملیشې حکومت په ملي اردو کې مدغم نه کړي، ښایي د خپلسریو له امله عام ولسونه د حکومت پر وړاندې را وپاروي.


















