غزني چارواکي: د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې د شریعت غږ رادیو ستیشن له منځه تللی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۱)

د غزني ځایي چارواکي وایي چې د دې ولایت د زنخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د شریعت غږ رادیو پر یوه ځایي ستیشن هوایي برید شوی.
د زنخان ولسوال محمدضیاء یعقوبي رسنیو ته ویلي؛ په برید کې د رادیو ستیشن په ټولیزه توګه ویجاړ شوی او ۶ وسلوال طالبان وژل شوي ، ۳ نور ټپیان دي.
خو د غزني د والي ویاند عارف نوري بیا وایي چې بهرنیو ځواکونو پر هغه موټر برید کړی، چې یو دستګاه په کې نصب شوې وه.
نوموړی زیاتوي، لاهم معلومه نه ده چې یاده دستګاه د رادیو استیشن وه او که د مخابرې عمومي رابیټر.

نوموړی هم څو تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په ورته وخت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د رادیو خپرونې په عادي توګه روانې دي خود برید په هکله مالومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته په رادیو د برید خبر رد کړی او زیاته کړې یې ده چې ؛

“دښمن په غزنې کې په یوه غره بمبار کړی، هلته نه رادیو وه او نه هم کوم مجاهد چې زیان دې ورته اوښتی وي، موږ دا ادعا په کلکه ردوو.“

د شریعت غږ راډیو چې د طالبانو د واکمني په پیل کې یې په نشراتو پیل وکړ، د امریکا له خوا پر هیواد تر نظامي برید وروسته یې رادیویي نشرات قطعه او د طالبانو په رسمي ویبپاڼه الاماره یې نشرات مخته وړل چې په دې وروستیو کې یې د غزني سربیره په یو شمیر ولایاتو کې یوځل بیا خپلې خپرونې په عادي توګه پیل کړې او په لږه موده کې یې بې کچې اوریدونکي، مینوال پیدا کړي.

د غزني چارواکي وایي، چې د رادیو نشرات د عامو خلکو سربیره د دولت ملکي او نظامي کارمندان هم په ډیره تلوسه سره اوري.
د غزني چارواکو څه موده وړاندې ویلي و، چې د یادې رادیو په اړه یې خپلې اندیښنې له افغان او بهرنیو ځواکونو سره شریکې کړې او هغوی یې هم د لمنځه وړلو ژمنه ورکړې.

د شنونکو په باور که څه هم په افغانستان کې میشت امریکایي او افغان چارواکي د دیموکراسي د پیاده کولو او د بیان د ازادۍ ادعاوې کوي، خو تر اوسه هم د مخالف لوري ژغ په رسنیو کې نه شي زغملی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button