کندوز: طالبانو پنځه پوستې نيولي- پنځلس عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۱) د کندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ مربوط د اقتيپې په سيمه کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز ولایت څخه يوې امنیتي سرچينې اريانانيوز ته ويلي، په وژل شويو کې لس پوليس او پنځه د ملي اردو سرتيري دي.
د سرچينې په وينا، دغه حمله تېره شپه ناوخته د طالبانو د سرې قطعې له لوري په دولتي عسکرو ترسره شوې ده چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو سره قطعه په ليزري وسلو، د شپې لېدونکو دروبينونو او په پرمخ تللې وسلو سمباله ده چې وخت ناوخت د دولت په سترو نظامي مرکزونو کامياب بريدونه ترسره کوي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الله رحماني هم دغه بريدونه تاييدوي وايي، په حمله کې د ملي اردو او ملي پوليسو لس تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبربانه کې ويلي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د اقتيپي د غونډۍ په پوسته چاپه اچولې چې په پايله کې د يادې پوستې له نيولو سره څلور نورو پوستو هم سيمه خوشې کړه.
خبرپاڼه زياتوي، د جګړې په ترڅ کې اتلس عسکر او پوليس وژل شوي چې جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټرپاڼه ليکي: د جګړې په پايله کې دوه ټانکونه، دوه پيکاوې، څلور میله M16، اته میله کلاشینکوف، يو دروبین، دوه مخابرې او په زياته اندازه مهمات نيول شوي دي.



