
د ژوند لارښود (د پیل خبرې)
لیکنه: وحید الدین خان
ژباړه: نعمان منلی
د پیل خبرې
د هند وتلی لیکوال او عالم مولانا وحید الدین خان په مختلفو موضوعاتو پریمانه کتابونه لیکلي دي، دا کتابونه خورا ګټور او د خلکو د ښمر دي، په ځانګړې توګه کوم کتابونه چې هغه د ژوند چارو اړوند لیکلي هغه یې خورا زیات مفید او له ګټو ډک دي.
څرنګه چې وحید الدین خان په ځیني دیني او دعوتي موضوعاتو کې بېل او ځانګړي فکر او نظر لري او هغه کې د امت د اکثره علماوو مخالف دی، هغه د ده خپل کار دی، له سم او ناسم سره یې زموږ کار نسته. زموږ تر ژباړي لاندې کتاب یې “رہنماے حیات” نومیږي او دا د ژوند چارو په اړه په تجربو ولاړې او د ارواپوهني په لارښوونه کې خورا خوندورې او ګټورې مشورې دي.
د مولانا کتاب: “رہنماے حیات” ته مې ” د ژوند لارښود” نوم غوره کړ، د کتاب ژباړه کې به هڅه کیږي چې بېخي ساده پښتو کې وژباړل شي څو د هر چا لپاره د استفادې او ګټي وړ وګرځي. پای کې مو دعا غواړم.
قناعت یواځنی حل دی
الله تعالی د دې دنیا نظام په داسې ډول جوړ کړی دی چې دلته هیڅ یو څوک هم ټول شیان نه شي تر لاسه کولی، که هفه لوی سړی وي یا وړوکی. هر څه انسان جنت کې ترلاسه کولی شي لکه قرانکریم وایي: و لكم فيها ما تشتهي انفسكم (فصلت۳۱) یعني جنت کې چې ستاسو زړه څه غواړي هغه به ستاسو لپاره وي. او دا په آخرت کې ده، دنیا کې داسې نه شي کیدلی.
په دې دنیا کې هر سړی د مایوسۍ ښکار دی هر انسان په ذهني ناروغۍ اخته دی، د دې سبب دا دی چې کله دنیا کې د انسان ۹۹% موخې ترسره شي او یواځې یوه موخه پاته وي بیا هم دی خفه او پریشانه وي.
انسان د خپل مزاج په اعتبار سره له ۱۰۰% موخو ترلاسه کولو په کمه نه خوشحاله کیږي او د فطرت د قانون له مخې انسان کله هم دنیا کې ۱۰۰% موخې نه شي تر لاسه کولی. د انسان د خوښې او غوښتني او د فطري واقعیت تر منځ همدې تضاد ټول خلک له ذهني سکون څخه محرومه کړي دي.
د دې مسئلې حل دا نه دی چې ته دې د “الهکم التكاثر” په نفسیاتو کې و غورځېږې بلکه دا نفسیات ستا لپاره لا زیات د پریشانۍ سبب جوړیدلی شي د دې مسئلې یواځنۍ د حل لاره قناعت او صبر دی. د قناعت مطلب دا دی چې تا ته څه در ورسیږي نو هغه ته د فطرت د وېش نتیجه ومنه او په همدې باندې راضي او خوشحاله اوسه.
د حرص موخه د فطرت په وېش نه قانع کیدل دي. د دې په مقابل کې د قناعت مطلب د فطرت په وېش قناعت او راضي کیدل دي. د ذهني آرامي او د ذهني بې آرامۍ سبب ټول په همدې خبره کې نغښتی دی.
انسان چې کله پوه شي چې څه کیږي هغه د فطرت د قانون له مخې کیږي هغه د انساني ظلم پر اساس نه دي او نه په هغه کې انسان مداخله لرلی شي. نو هغه به د بې ګټې او بې ځایه خپګانه ځان ساتلی وي.
دا خبره په حدیث مبارک کې په دې ډول راغلې ده: قد افلح من اسلم و رزق كفافا و قنعه الله بما اتاه ( مسند احمد جلد٢ صفحه ١٦٨)، یعني هغه څوک کامیابه شو چا چې اسلام خپل کړ. او هغه ته د ګذارې په اندازه روزي پیدا شي. او الله تعالی چې هغه ته څه ورکړي په هغه قناعت ورکړي.



