کابل: د کليو او پراختيا وزارت مخې ته سرتيري بريد مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۱) نن غرمه د يوې بجې په شاوخوا کې د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې مربوط د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مخې ته سرتيري بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي سرچينو په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، چې د چاودنې له کبله پنځه کسان وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې د ديارلس کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنيه قوماندان حشمت ستانکزی پېښه تاييدوي وايي، برید کوونکي هغه مهال ځانته چاودنه ورکړې کله چې د ياد وزارت کارمندان خپلو کورونو ته د تګ په حال کې و.
ستانکزی زياتوي، په چاودنه کې ځينې کارمندان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
چارواکي وايي، ښايي د چاودنې له کبله د قربانيانو شمير زيات شي.
د روغتيا وزارت ویاند وحید مجروع وايي، د پېښې له ځايه يواځې پنځلس ټپيان روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخیستی.



