په داسې حال کې چې حکومت له طالبانو سره د سولې پر خبرو تر بل هر وخت ټینګار زیات کړی خو د بهرنیانو پر وتلو او د طالبانو سره یې د مخامخ مذاکراتو په برخلیک لا هم وضاحت نه دی ورکړی ، د هالنډ دفاع وزارت خبر ورکړی چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې لسګونه ځواکونه افغانستان ته استوي.
د دې هیواد ددفاع وزیر “ مارک روټه“ ویلي، غواړي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مالي په هیواد کې خپل حضور ختم کړي او افغانستان ته خپل ځواکونه ولیږي.
نوموړي ویلي؛ تر راتلونکو دریو کلونو به له افغانستان سره ۱۸۰ میلیون یورو مرسته وکړي او تر څنګ به یې ۶۰ تنه ځواکونه د بلخ ولایت ته ولیږي تر څو هلته له الماني ځواکونو سره له نږدې همکاري وکړي.
دې هیواد په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د وسلوالو طالبانو پر ضد جګړې ته ۱۹۵۰ ځواکونو را لیږلي و، اوسمهال په هیواد کې یواځې ۱۰۰ تنه سرتیري لري چې اوس غواړي دا شمیره تر ۱۵۰ لوړه کړي.
باید وویل شي چې امریکا یوځل بیا پراخې هڅې پیل کړې، تر څو په افغانستان کې د اروپایي، افریقایي او عربي هیوادنود ملاتړ څخه په استفادې خپل دوامداره حضور ته سوژه برابره او د سیمیز رقابتونو د مخنیوي او د افغانستان د خوندي زیرمو د لوټ په موخه اوږدمهالی حضور ولري.
















