(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۷)
وروسته تر هغه چې دا عش ډلې د طالبانو، ولسونو او حکومت تر منځ د شوي اوربند په تړاو غونډه په نښه او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، طالبانو د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه خپل ټول افراد په ښارونو کې د خلکو له تجمعاتو او د حکومت تر واک لاندې سیمو ته له ورتګ څخه راګرځولي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ “د داډول پيښو د تکرار د مخنیوي لپاره اسلامي امارت خپلو ټولو مجاهدینو ته په جدي توګه لارښونه کوي چې هيڅوک هم له خپلو سنګرو او تر لاس لاندې سیمو څخه یوګام هم د دښمن تر واک لاندې سیمو یا ښارونوته تګ را تګ ونه کړي او داسې کول جدا منعه دي“
مجاهد زیاته کړې چې دښمنان د اوربند په څیر له مهمو قضیو څخه بده استفاده کوي او ممکن نورې بدې پیښي رامنځ ته شي.
نوموړي ویلي “د دې لپاره چې ملکي هیوادوالوته مو ضرر پيښ نشي خدای مه کړه موږ يې باعث ونه ګرځو، ټول مسئولین دې تر خپل لاس لاندې مجاهدین په داډول غونډو او تجمعاتو کې له ګډون څخه را وګرځوي او د سرغړونکو سره دې جدي چلند وکړي.“
باید وویل شي چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو، طالبانو او دولتي ځواکونو په منځ کې یوه بریدګر چې له ځان پورې یې چاودیدونکي توکي تړلي و، د خلکو په منځ کې چاودنه وکړه چې ۲۶ تنه پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شو.
طالبانو د اوربند په پیل کې هم خپلو ملګرو ته لارښوونه کړې وه چې د احتمالي مرموزو بریدونو او بمباریو له کبله باید د ولسونو په غونډو کې کې ګډون ونه کړي، تر څو دوی د ولسي مرګ ژوبلې لامل جوړ نه شي.
باید وویل شي چې نن د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند وروستۍ ورځ ده په داسې حال کې چې د کوچني اختر پر لومړۍ او دوهمه ورځ د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د اختریز اوربند پرمهال د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شول .


















