یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبانو یوځل بیا پردیني علماؤغږ کړی، چې د امریکا له لوري پلان شویو غونډو ته ور نه شي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 26, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
علماء

علماء

629
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۵)

دا هم ولولئ

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

طالبانو یوځل بیا پر ټولو دیني علماؤ غږ کړی چې له هغو غونډو منډو ډډه وکړي چې امریکایي جنرال نیکولسن پر طالبانو د مذهبي فشار پالیسي بللې وه .

طالبانو د اندونیزیا او د کابل د ترسره شوې او په سعودي کې د ترسره کیدونکې غونډې یادونه کړې چې په خبره یې “امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال او په کابل کې خپلې غلامې ادارې ته جواز پیدا او قانوني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد کمزوری کړي“
اعلامیه زیاتوي “ دا چې په دې ډول غونډو کې د ملامتیا ګوته یوازې مجاهدینو ته نیسي او د ظالمو او فاجرو کفري اشغالګرو په خلاف حتی یوه خبره هم نه کوي او نه یې تر لمر روښانه پوځي ظالمانه اشغال ناروا بولي. له دې څخه ثابتیږي چې دوی یوازې د اشغالګر اړخ لپاره کار کوي.“

طالبانو د هغو علماؤ نه هم د نه ګډون غوښتنه کړې چې وایي ، دوی په دې ډول غونډو کې د برحقې داعیې نه د دفاع په خاطر ګډون کوي “موږ ورته وایو چې که تاسو په داسې غونډو کې هر څومره ښې خبرې وکړئ، بیا هم د غونډې نهایي پریکړه او میډیایي تبلیغات د اشغالګرو په لاس کې دي، هغوی کولای شي ستاسو خبرې تحریف او غونډه په خپله ګټه تعبیر کړي“
طالبانو د خپلې مبارزې لپاره ځینې عقلي دلایل او تاریخي واقعات همداراز د امریکایي اشغال پرضد د ۱۵۰۰ علماؤ متفقه فتوا د استدلال په توګه ذکر کړي او ویلی یې دي چې “موږ چې تر کومه حده د علماؤ په نامه د غونډو بهیر څارلی او د دوی پریکړې مو مطالعه کړې دوی د روان برحق جهاد د نامشروع ثابتولو لپاره هیڅ شرعي یا منطقي دلیل نه لري“

بشپړه اعلامیه

د دیني عالمانو په عنوان دامریکا له لوري د پلان شویو غونډو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
بسم الرحمن الرحمن الرحیم
دا چې امریکا او ملګرو یې اوولس کاله مخکي د افغانستان په مشروع اسلامي حکومت او اسلامي خاوره یرغل وکړ او په ضد یې جهاد شروع شو په تیره اوولس کلنه مرحله کې زموږ ملت د خورا ډیرو قرباینو په برکت اشغالګر پوځیان دې ته اړ کړي چې نور په جګړه کې شکست ومني او له اسلامي هیواد افغانستان څخه تیښتې ته اماده شي.
نو له بریا څخه مایوسو کفارو اوس یو شمیر نور دسائس په کار اچولي تر څو زموږ د مؤمن او په آزادۍ مین اولس د استقلال غږ خاموش او د درنو قربانیو ثمره یې ضائع کړي.
د امریکایي اشغالګرو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نیټه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په مهال وویل چې امریکا پلان لري په روان کال کې په طالبانو مختلف فشارونه وارد کړي. نوموړي زیاته کړه موږ غواړو په طالبانو پوځي، سیاسي او حتی مذهبي فشارونه راوړو، د مذهبي فشارونو نه مطلب دا دی چې د افغانستان، پاکستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو په نامه غونډې به جوړیږي او په دې غونډوکې به د طالبانو په ضد فتوی صادره شي او د هغوی د مبارزې مشروعیت به له دیني اړخه تر سوال لاندې راولي.
په همدې سلسله کې د امریکایانو د پلان له مخې د دیني عالمانو لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د می په ۱۱ مه نیټه د اندونیزیا په بوګور ښارکې ترسره شوه او پلان دا وو چې دغسې نورې ناستې په کابل، اسلام اباد او سعودي عربستان کې هم ترسره شي.
د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي. امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال او په کابل کې خپلې غلامې ادارې ته جواز پیدا او قانوني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد کمزوری کړي.
خو امریکایان او ملګري یې باید پوه شي څرنګه یې چې پوځي، سیاسي او تبلیغاتي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې الله تعالی به یې دغه وروستۍ دسیسه هم له شکست سره مخامخ کړي. الله تعالی فرمایي: يريدون ليطفئوا نورالله بأفواههم والله متم نوره ولو كره الكافرون.الصف ۸
اسلامي امارت د اشغالګرو د دغې دسیسې په اړه دیني عالمانو ته اعلان کوي چې له داسې غونډو دې ځان لري وساتي. ځینې عالمان او مشائخ چې په دې فکر په داسې غونډو کې شرکت کوي چې وایي موږ هلته حقې خبرې کوو او د مجاهدینو له داعیې دفاع کوو. موږ ورته وایو چې که تاسو په داسې غونډو کې هر څومره ښې خبرې وکړئ، بیا هم د غونډې نهایي پریکړه او میډیایي تبلیغات د اشغالګرو په لاس کې دي، هغوی کولای شي ستاسو خبرې تحریف او غونډه په خپله ګټه تعبیر کړي. لکه څنګه چې داندونیزیا په غونډه کې ولیدل شول چې د یو شمیر دیني عالمانو برحق اظهارات میډیا نشر نه کړل او یوازې یې د عالمانو د توهین لپاره دا ډنډوره مشهوره کړه چې د غونډې برخوالو ته په ځانګړو پاکټونو کې ډالر هم وویشل شول.
او یا لکه د کابل په غونډه کې چې ولیدل شول، چې څه عالمان يې راټول کړل او بیا يې وارله مخکې تیاره ترتیب شوي مقاله د فتوا په نامه ورته واوروله او هغه يې د دوی ټولو متفقه فتوا تبلیغ کړه، موږ چې تر کومه حده د دې غونډو بهیر څارلی او د دوی پریکړې مو مطالعه کړې دوی د روان برحق جهاد د نامشروع ثابتولو لپاره هیڅ شرعي یا منطقي دلیل نه لري، تر ډیره عمومي خبرې کوې، په جګړه کې د ملکي خلکو تلفاتو ته ګوته نیسي او مجاهدین په دې ملامت بولي چې بې ګناه ولسي وګړي، ماشومان او ښځې یې په حملو کې وژل کیږي. موږ د دوی د دغې ادعاء په اړه وایو چې زموږ د جهاد هدف هیڅکله د بې ګناه خلکو وژل نه دي. موږ حتی الوسع ټول کوښښ کړی چې په جهادي بریدونو کې بې ګناه وګړي تلف نه شي، د همدې لپاره مو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ځانګړی کمیسیون جوړ کړی، د شکایاتو نمبر مو فعال کړي او د بې احتیاطۍ په صورت کې مو مجاهدین مجازات کړي. خو دا د هرې جګړې جانبي عارض دی چې تر یو حده ملکي تلفات ورسره وي. که موږ وګورو حتی د صحابه کرامو په غزواتو کې هم کله ناکله په خطاء سره بې ګناه خلک وژل شوي دي، خو دیني علماء کرامو هیڅکله د غیر عمدي ملکي تلفاتو په وجه مشروع جهادونه باطل نه دي بللي.
بله خبره دا چې په دې غونډو کې د روان جهاد د نامشروع ثابتولو لپاره دا خبره ډیره کیږي چې جهاد باید د یوه برحال حکومت یا سلطان لخوا اعلان شي او کنه صحت نلري. موږ وایو چې راځئ د معاصر تاریخ اسلامي مبارزات په دقت سره مطالعه کړو. په اتلسمه او نولسمه میلادي پیړیو کې کله چې د هسپانیې، فرانسې، انګلستان، روسیې، هالنډ،ایټالیا اونورو اروپایي هیوادونو لخوا اسلامي نړۍ اشغال شوه، له شمالي افریقا رانیولې بیا تر قفقاز، منځنۍ اسیا ، منځني ختیځ او حتی هند پورې ټولې اسلامي ځمکې د اروپایي استعمارګرو لخواتر اشغال او استعمار لاندې راغلې،په دې هیوادونو کې اشغالګرو خپل مستبد حکومتونه جوړ کړل او خپل سیاسي، پوځي، فکري او اقتصادي اشغال ته یې دوام ورکړ. وروسته چې د دغو اشغالګرو په خلاف په اکثرو سیمو کې مسلح جهادونه پیل شول، د استعمار پر ضد دغه وسلوالې مبارزې چې د اسلامي تاریخ ویاړمن باب دی د حکومتونو لخوا نه وې اعلان شوې، بلکې د سید احمد شهید، امام شامل داغستاني، عبدالقادر الجزائري، ملا مشک عالم، عمرمختار، عزالدین قسام، محمد احمد المهدي السوداني، ابراهیم بیګ، شیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمهم الله او د دوی په شان نورو د اسلام په درد دردمنو اتلانو دغه خوځښتونه له فردي هڅو پیل کړي وو چې وروسته یې د وخت په تیریدو د ولسي پاڅونونو شکل غوره کړ او له اسلامي نړۍ څخه یې پردي استعمارګر وشړل.
تر اوسه د اسلامي نړۍ هیڅ عالم د دغو اتلانو په جهاد باندې جرح نه ده کړې او نه یې هم له دې امله د دوی جهاد نامشروع بللی چې جهاد یې حکومتي نه بلکې اولسي وو. دغه راز درې لسیزې وړاندې د شوروي اشغال او کمونیزم په مقابل کې چې افغان مجاهدینو جهاد پیل کړ د ټولې دنیا دیني علماء کرامو یې ملاتړ وکړ حال دا چې د هغه جهاد د پیل په مهال هم مجاهدینو کوم حکومت نه درلود.
بله داچي زموږ اوسنی جهاد دفاعي جهاد دی ځکه چي کفارو مو په اسلامي خاوره تیری کړی او په مقابل کي یې دفاعي جهاد شروع شوی او په دفاعي جهاد کې چې کافران د مسلمانانو په ملک تیری وکړي ټول د فقهې کتابونه لیکي چې په نر، ښځه، غلام، حر، او هر مسلمان علی الانفراد نفیر عام (پاڅون) واجب دی او ټول به یو د بل څخه د اجازې پرته جهاد کوي، کنه ټول ګنهګار او د فرضو تارکین دي لهذا په دفاعي جهاد کي نه حکومت غواړي اونه هم اجازه.
او که بالفرض ومنو چې د جهاد حکم باید بر حال حکومت صادر کړي بیا هم د امریکا خلاف زموږ جهاد ځکه مشروع دی، چې فتوی یې د برحال اسلامي امارت په مهال شوې ده چي هغه وخت یې مشري امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد کوله، ځکه د امریکا له یرغل څو ورځې وړاندې په ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـ ق الموافق 2001 \9 \21م نېټه په کابل کې یو نیم زر عالمانو فتوی صادره کړه چې که امریکایان په افغانستان برید وکړي په وړاندې یې جهاد فرض عین دی. د دې فتوی په مهال دافغانستان ۹۵ فیصده اراضي د امارت اسلامي تر واک لاندې وه او څو هیوادونو په رسمیت هم پیژندلی و او دامسئله هم تر لمر ښکاره ده چي د کفارو د یرغل په صورت کې یوازې د هیواد له پلازمینې او لویو ښارونو په شاتګ سره د یوه اسلامي حکومت شرعي حیثیت له منځه نه ځي. لهذا اسلامي امارت لکه څنګه چي هغه وخت یو اسلامی ریاست او حکومت و اوس هم اسلامي حکومت یا ریاست دی چې د امریکایانو او د هغوی د غلامې ادارې په نسبت د افغانستان زیاته خاوره تر کنترول لاندی لري.
د لوړو یادو شویو څو خبرو په شان د دوی ټولي خبرې همداسې بې دلیله او له شرعي اړخه بې بنیاده دي، دا چې دوی د ملامتیا ګوته یوازې مجاهدینو ته نیسي او د ظالمو او فاجرو کفري اشغالګرو په خلاف حتی یوه خبره هم نه کوي او نه یې تر لمر روښانه پوځي ظالمانه اشغال ناروا بولي. له دې څخه ثابتیږي چې دوی یوازې د اشغالګر اړخ لپاره کار کوي. نو بناء موږ دیني عالمانو ته وایو چې د برحق جهاد د نامشروع بللو په دې حساسه موضوع کې دې په خپل دنیوي او اخروي عاقبت وویریږي.
دوی باید په یاد ولري چې امریکا د دې وخت ستر فرعوني طاغوت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کي یې د مسلمانانو حقوق غصب کړي، د مسلمانانو لومړۍ قبله بیت المقدس یې اشغال کړی او په مسلمانانو هرځای ظلمونه کوي او تاسو په دې هم خبر یاست چې د افغانستان مجاهدین د فلسطین د مظلوم اولس په څیر له دښمن سره په ډبرو او لرګیو جنګ نه کوي؛ بلکي په هغو پرمختللیو وسلو ورسره جنګیږي چې له همدې امریکایانو او د دوی له ملګرو یې غنیمت کړي دي، په هغو وسلو امریکایانو ته سمه لازمه سزا ورکوي او هره ورځ د مجاهدینو د شانداره فتوحاتو شاهده یو، په دې سلسله کې امریکایان خپله اعتراف کوي چې په افغانستان کي یې تر پنځه ویشتو زرو ډیر عسکر ټپیان او وژل شوي دي، په لسګونو زره نور یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي، نو شرعا او قانونا نارواده چې مسلمانان خصوصا دیني عالمان دې ظالم یرغلګر او په افغانستان کې راګیر زخمي ښامار ته کومک او نجات ورکړي، ځکه له دغه امریکایي طاغوت سره ملګرتیا عظیمه ګناه او لوی انحراف دی چې الله تعالی دې زموږ دیني علماء کرام ترې وساتي.
په پای کې یو ځل بیا دافغانستان او ټولې اسلامي نړۍ له دیني علماء کرامو څخه احترامانه هیله کوو چې د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له مسلمان اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي. وماذلک علی الله بعزیز.
د افغانستان اسلامی امارت
۱۲/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۵/۳/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/6/26م

لوی ټکي: استخباراتي پروژېد طالبانو اعلامیهد علماؤ غونډهعلماء
مخکینې مطلب

افغانستان کې سلګونه زره ښځې او ماشومان په نشو روږدي دي

بل مطلب

"امريکا داسې ټاکنې غواړي چې له مخې يې هېواد تجزيه شي"

ځانګړي مطالب

افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com