ایران کې وتلی سني عالم په شهادت رسیدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) نن سهار د ایران بلوچستان ولایت کې یو وتلی سني عالم ډاکټر عبد الشکور کرد د نامعلومو وسلوالو له خوا په شهادت رسیدلی دی، نوموړی مشهور دیني عالم او د غاښونو ډاکټر و، سیمه کې مشهور داعي او د اهل سنت له تکړه عالمانو نه و.
عبد الشکور کرد د سیمي څو مدرسو کې تدریس هم کوه، نن سهار د بلوچستان خاش نومي ښار کې د اهل سنت د یوې مدرسې “جامع التوحیدیه” مخته نامعلومو کسانو وويشت او شهید یې کړ.
ګومان کیږی نوموړی عالم د ایراني ځانګړي ځواک (د انقلاب ساتونکو) له خوا شهید شوی دی، د نوموړي عالم پلار مشهور عالم عبد الستار کرد هم ۲۵ کاله پخوا ایراني استخباراتو شهید کړی و.



