د جنبش ګوند يو غړی د فارياب د نوي والي په توګه ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د راپورنو پر بنسټ، وروسته له هغې چې د جنبش ګوند پلويانو د فارياب ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ نن د دغه ګوند يو غړی د یاد ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د شاهين قول اردو د رسنيو دفتر وايي، د فارياب لپاره دوکتور نقيب الله فايق چې مخکې د نورم او سټنډرډ ادارې رئيس و تازه د دغه ولايت د والي په توګه ټاکل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، چې فايق دغه ولایت ته وررسېدلی او څو ساعته وروسته به د نوي والي په توګه معرفي شي.
تر دې مخکې عبدالحق شفق د فارياب والي و خو تېره ورځ چې د جنبش ګوند پلويانو مظاهرې په تاوتريخوالي واوښتې، مظاهره کوونکو د ولايت مقام ودانۍ ته اور ورته کړ او ځينې دولتي وسایط يې هم وسوځول.
د جنبش ګوند قهرېدلي مظاهره کوونکو د دغه ګوند د قومندان نظام الدين قيصاري د خوشې کولو غوښتنه کوي وايي مظاهرو ته به دوام ورکړي.
که څه هم د شاين ۲۰۹ قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، دغه ولايت ته د لوی درستير شريف یفتلي، د کورنيو چارو وزارت امنیيتي مرستيال اخترابراهيمي او څو نور لوړپوړي چارواکي ورغلي ترڅو تاوتريخوالی کم کړي.
د فارياب د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، دغه ولايت ته ورغلي پلاوي له مظاهره کوونکو سره ژمنه کړې چې قيصاري به نن په کابل کې خوشې او د دوستم کور ته ولېږدوي.
خو ځآيي سرچينې وايي، نن هم د جنبش ګوند سلګونه کسانو پر مظاهرو لاس پورې کړی دی.
نظام الدين قيصاري چې په شمال کې د دوستم استازی او پياوړی قومندان بلل کېږي دوه ورځې مخکې امنيتي ځواکونو له لنډې نښتې وروسته ونيو او کابل ته يې يوړ.
دفاع وزارت وايي، پر هغه د لګېدلو تورنو له کبله کابل ته وړل شوی او عدليي او قضايي اورګانونو ته به خپل سپيناوی وکړي.



