بلخ: طالبانو په چمتال کې ۱۰ امنیتي پوستې نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)
د بلخ ځایی چارواکي وایي چې طالبانو د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یوځل بیا پرمختګونه کړي.
د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید وایي؛ طالبانو ۲۰ لوی او واړه کلي او ۱۰ پوستې تر خپل تصرف لاندې راوستلي او جګړه اوسمهال د ولسوالۍ پر مرکز او امنیې قوماندانۍ روانه ده.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان درانی نښته تائیدوي او زیاتوي چې په دې جګړه کې سیمیزو پولیسو ته هم د سر زیان اوښتی خو د دقیق شمیر په هکله یې څه نه دي ویلی.
دراني د پوستو د سقوط نه مني خو په خبره یې چې جګړه لا روانه ده او په دې هکله به نور جزیات وروسته رسنیز کړي.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویاند یې ویلي چې د چمتال ولسوالۍ اړوند د آهین قلا، آسیاخان مرکزي چمتال او شرابیو سیمو کې یې یوه قرارګاه (بیس) او شاخوا ۱۰ پوستې نیولې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ۵ سیمیزو پولیسو د وژل کیدو او ۱۱ د ټپي کیدلو خبر هم ورکړی.
مجاهد ویلي؛ په دې تهاجمي برید کې یې ۱ هاموې ټانک، ۱ عراده رینجر موټر، ۱۵ عرادې موټر سایکل او ډیره سپکه او درنه وسله له مهماتو سره یوځای نیولي دي.



