غزني: د کورنيو او دفاع وزيرانو غونډې ته نږدې توغندي لګېدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) د راپورونو له مخې، د غزني ولايت مقام ته نږدې په داسې حال کې توغنديز بريدونه شوي چې نن د ولايت په ودانۍ کې د کورنيو چارو، دفاع وزير په مشرۍ امنيتي غونډه روانه وه.

عيني شاهدان وايي، دوه توغندي د ولايت ودانۍ مخې ته او يو بل د پوهنې رياست ته څېرمه لګېدلی دی.

چارواکي وايي، دغه توغنديز بريدونه نن د لسو بجو په شاوخوا کې داسې مهال ترسره شول چې د ولايت په ودانۍ کې د لوړپوړو امنيتي مسئولينو غونډه روانه وه.

په دغه غونډه کې د دفاع وزير، د کورنيو چارو امنیتي مرستيال او نورو لوړپوړو چارواکو برخه لرله چې د توغنديو له لګېدو وروسته يې په بېړني ډول غونډه ختمه کړې ده.

تر اوسه په بريدونو کې د دوو عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی خو د غونډې ګډونوالو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د غزني چارواکي وايي، دغه توغنديز بريدونه د طالبانو له خوا شوي خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button