(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) د افغانستان د شپاړلس کلنو لوبډلې د اسيا د مرکزي حوزې د فوټبال اتلوليو د سياليو په لړ کې تاجکستان ته د صفر يو پر وړاندې ماتې ورکړه.
افغانستان تر دې مخکې په خپله لومړنۍ سيالۍ کې کوربه هېواد ازبکستان ته د يو پر څلور ماتې ورکړې وه.
مسئولين وايي، د فوټبال د شپاړلس کلنو لوبډله به د چنګاښ په اتلسمه خپله درېيمه سيالي له قرغستان سره کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدارسيون څه موده مخکې په ازبکستان کې د دغه لوبو د پېلېدو خبر ورکړی و.
د هېواد د فوټبال شپاړلس کلنو لوبډلې تېر کال د ایران د اسيا د مقدماتي سياليو په لړ کې د درې او يو پر وړاندې له قرغستان څخه لوبه ګټلې وه.
د ۱۶ کلنو ملي لوبډله له دې وړاندې په یوه روزنیز کمپ کې د ګډون لپاره عمان ته تللی و او د عمان په وړاندې په دوه دوستانه لوبو کې هم برخه اخیستی وه.
د شپاړلس کلنو ملي لوبډله ټول دوه ويشت لوبغاړي او دوه روزونکي لري.


















