یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

”همدا یې وخت دی“.. امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه راووځي – امریکايی ډګرمن

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 9, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
469
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

یوه امریکايي متقاعد ډګرمن او د پوځي چارو کارپوه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکي قومندان، آسټین سکاټ میلر، پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې تېره میاشت یې د امریکا سنا مجلس کې سناتورانو ته کړې وې.

سکاټ میلر د تیرې جون میاشتې په ۱۹مه، امریکايي سناتورانو ته ویلي و چې د افغانستان د جګړې د پای د نېټې په اړه څه نه شي ویلای، خو په افغانستان کې د امریکا د شتون موخه ”د امریکايانو ساتنه ده“، چې افغانستان یو ځل بیا د یوې داسې سیمې په توګه استعمال نه شي چې ترورستان ترې په استفادې پر امریکا نور بریدونه وکړي.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

خو یوه امریکايي ډګرمن، ډانیل ایل ډېویس، د امریکا د نېشنل انټرسټس مجلې په وېبپاڼه کې په خپره شوې لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شتون د امریکا امنیت نه شي ساتلای – همدا یې د پای ته رسولو وخت دی.

نوموړي په خپله لیکنه کې ویلي، ”ډګر جنرال میلر د هغو امریکايي جنرالانو ډلې ته ورته سکریپټ تعقیبوي چې تر ده وړاندې تېر شوي دي. ټول وايي چې موږ باید په افغانستان کې جګړه وګټو، ځکه که یې ونه ګټو، دوی اشاره کوي، زموږ پر هېواد به یو بل تنظیم شوی برید ترسره شي.“

 ډانیل ایل ډېویس
ډانیل ایل ډېویس

ډانیل اېل ډېوس لیکي، ”د امریکايي جنرالانو دا وینا پر دوو مفروضو ولاړه ده، چې دواړې یې له ورایه ناسمې دي.“

لومړی دا چې، د سپټمبر د ۱۱مې برید له افغانستانه پر امریکا وشو. ”داسې نه دي شوي. د ۹/۱۱ کمېسیون رسمي رپورټ وښوودله چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو اصلي طراح، خالد شیخ محمد، خپل شریرانه پلان جوړ کړ، پراختیا یې ورکړه او وروسته یې ترسره کړ.“

”خالد شیخ محمد په کویټ کې رالوی شو، په ۱۹۸۶ز کال کې یې له یوه امریکايي پوهنتونه په میکانیکي انجنیرۍ کې ډګري ترلاسه کړه، تر فراغت وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ (چیرې چې یې هلته د شوروي-ضد مجاهدینو له جنګیالیو سره لیدنه وکړه)، په بوسنیا کې یې له مجاهدینو سره [په څنګ کې] جګړه وکړه، بیا یې خپله کورنۍ قطر ته ولېږله. نوموړی تر ۱۹۹۶ز کال پورې هلته پاتې شو، کله چې بېرته پاکستان ته وتښتېد څو د تروریزم اړوند تورونو له امله د امریکا د متحده ایالاتو له نیول کېدو ځان وساتي.“

د ښاغلي ډېوس په باور، ”دویمه مفروضه دا ده چې ویل کېږي په افغانستان کې زموږ د ځواکونو شتون پر امریکا د نورو بریدونو د ترسره کېدو مخه نیولې ده او که خپل ځواکونه راوباسو، له نورو بریدونو سره به مخ شو. خو اوس ما په خپلو سترګو ولیدل چې دا څرګندونې څومره په بشپړه توګه ناسمې دي.“

دئ وايي، کله چې ده د ۲۰۱۱ز کال په اوړي کې په افغانستان کې د یوه امریکايي لوژستیکي واحد د یوې ډلې د مشر په توګه دنده ترسره کوله او د امریکايي سرتېرو د اړتیاوو د ارزونX په موخه یې د دې هېواد په اوږدو کې سفرونه کول، د افغانستان زیاتې سیمې لا هم د افغان او امریکايي ځواکونو په لاس کې نه وې او دا ځواکونه نه شول ورتلای.

نوموړی زیاتوي، ”پر امریکا د برید په پلان کې د افغانستان خاورې تقریبا هیڅ برخه نه درلوده. افغانستان یوازې هغه وخت دې معادلې کې مخ ته راغلی کله چې خالد شیخ محمد هلته د خپل پلان په اړه بن لادن ته د خبر ورکولو لپاره ولاړ.“

”خالد شیخ محمد د تورې بورې په یوه غار کې له اسامه سره ولیدل څو پر امریکا د برید د پلان په اړه خبر ورکړي او وروسته بېرته په کراچۍ کې خپل کور ته ولاړ. دا غونډه هغه وخت هم ترسره کېدای شوه کله چې په ۲۰۱۱ز کال په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو شمېر خپل اوج ته رسېدلی و.“ (هغه وخت په افغانستان کې د اوباما د واکمنۍ مهال و او په افغانستان کې نږدې ۱۴۰۰۰۰ بهرني ځواکونه مېشت وو.)

ښاغلی ډېوس د امریکايي جنرالانو دا خبره ناسمه ګڼي چې برید له افغانستانه ترسره شو او وايي، ”دا غونډه د ځمکې پر مخ هر ځای ترسره کېدای شوه.“

ښاغلي ډانیل ډېوس وړاندې لیکي، ”موږ اوس له یوه تریخ حقیقت سره مخ یو. که امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې افغانستان اشغال کړی وای، بیا به هم د سپټمبر د یوولسمې د برید مخه نه وه نیول شوې، او که موږ سبا له افغانستانه امریکايي پوځونه راوباسو، امریکا به په راتلونکې کې له ترهګریزو بریدونو نه زیاته او نه هم کمه محفوظه شي.“

دئ وايي، ”ترخه پایله او د پای خبره دا ده: په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځونه، قطع نظر ګڼو تاکتیکي بریالیتونو ته، کورني امنیت ته متوجه ترورستي ګواښ نه شي کمولای. په افغانستان کې د پاتې کېدو او د هغه هېواد د سیاسي جګړو ترسره کولو پر ځای، موږ باید د ګڼ ملتي ترورستانو د په نښه کولو او د زبرځواکونو د جګړې د مخنیوي کولو محدودو سرچینو ته بیا پام واړوو.“

یاد امریکايی ډګرمن د لیکنې په پای کې وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل هیڅ ارزښت نه لري – ”همدا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د راایستلو وخت دی.“

—

د خپرې شوې مقالې لیکوال، ډانیل ایل ډېوس، د امریکايي پوځ پخوانی ډګرمن دی او تر ۲۱ کاله دندې وروسته په ۲۰۱۵ز کال کې متقاعد شو. نوموړی دوه ځله افغانستان ته په جنګي ماموریت هم راغلی دی.

لوی ټکي: اسامه بن لادنخالد شیخ محمدد سپټمبر د ۱۱مې بریدد سپټمبر د یولسمې پېښهډانیل ایل ډېویسطالبان
مخکینې مطلب

مایک پمپیو: افغانستان کې د افغانانو له خاورې د دفاع په موخه میشت یو

بل مطلب

په سعودی کی د علماوو غونډه د تاریخ په رڼا کی!

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com