یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: تمه ده چې د سعودي غونډه به د“اشغالګرو“په ګټه پریکړه ونه کړي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 10, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
436
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷چنګاښ ۱۹)

طالبانو په یوه نوې اعلامیه کې چې د سعودي د غونډې په اړه یې خپره کړې د خپلې مبارزې لپاره یو شمیر منطقي دلایل او یادې غونډې ته نسبي خوشبیني څرګنده کړې.

دا هم ولولئ

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

طالبانو ویلي، د امریکایي متجاوزینو پر وړاندې خپله جهادي مبارزه له ټولو دیني نصوصو سره سم فرض عین بولي او دې جګړې ته دې څوک د بین الافغاني جګړې په سترګه نه ګوري.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکایان له ۱۷ کلونو وروسته لا هم د دوی پر وړاندې هوایي اوځمکنۍ جګړې مخته وړي او ترڅنګ یې پراخ مالي او ځاني زیانونه هم ورکړي او ورکوي یې.
طالبانو افغان امنیتي ځواکونه له کمونستانو سره تشبیه کړي چې په وینا یې د خپل دین، خاورې او خلکو پر وړاندې د امریکایانو په مټ جګړه کوي او کوم استقلال نه لري

“ ښکاره الهي ارشادات موجود دي چې که څوک د مسلمانانو په خلاف د کفارو پلو ونیسي نو په وړاندې يې مقابله مقدس جهاد دی. “

په اعلامیه کې طالبان د ولسونو له منځه راپورته شوی مستقل ځواک بلل شوی چې د هیواد پر ۷۰ سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لري ،د شریعت په رڼا کې نړیوالو مناسباتو، حسن همجواري، دوستانه اړیکو او د ملتونو ګډ سوله ییز ژوند ته درناوی لري او له نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړي

“دا به ډیره ناعادلانه او غیرمنطقي وي چې یو بشپړ اولس چې ویاړمن تاریخ لري، په ترهګرۍ او بغاوت سره مسمی شي. هیڅوک د دې حق نلري او نه هم باید داسې وکړي“

طالبانو هیله ښوودلې چې د جدې کنفرانس به د شوري اتحاد پرضد جګړه کې د افغان ولس ملاتړ کړی و،

“ باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي“

 

د اهمیت له کبله دا اعلامیه کټ مټ تاسو ته نشروو

 

په سعودي عربستان کې د عالمانو د غونډې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه 

راپورونه خپریږي چې ډیر ژر به د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان په تړاوو کومه غونډه جوړه شي.
د دې غونډې په رابطه د  افغانستان اسلامي امارت لاندې څو ټکي د توجه وړ بولي:
ــ په افغانستان کې د امریکایي محاربو یرغلګرو په خلاف روان جهاد د اسلام له نظره د کفري تهاجم په خلاف فرض عین دفاعي جهاد دی. زموږ د دین ټول اصول او فقهي مذاهب په دې خبره اتفاق لري چې د محاربو کفارو د تجاوز په صورت کې پر مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي. دا هغه واضح الهي حکم دی چې هر د ایمان خاوند ورباندې باور او قناعت لري.
ــ په افغانستان کې روان جهاد بین الافغاني جنګ یا قتال بین المسلمین نه دی. دا جنګ اوولس کاله پخوا هغه وخت پیل شو چې امریکا له هوایي او ځمکني ځواک څخه په استفاده په افغانستان یرغل وکړ او په مقابل کې یې افغان مجاهد اولس دفاعي جهاد پیل کړ. له هماغې ورځې زموږ په خلاف د دې جنګ ټوله پلان ګزاري، ستراتيژي، اکمال او پر مخ بیول يې د امریکایانو په غاړه دي، که بین الافغاني جګړه وای په دې کې به یو نیم ټریلیون امریکایي ډالر نه مصرفیدل، په زرګونو امریکایي عسکر به په کې نه وژل کیدل او په لسګونو زره نور به نه ټپیان کیدل.
اوس هم د دې جګړې نوی استرايژي د امریکايي مشر ټرمپ لخوا طرحه شوي او عملي کیږي او د لا اوږدولو لپاره یې پوځي بودیجه د امریکایي کانګریس لخوا منظوریږي. زموږ اولس د سر په سترګو وینې چې پر سر یي امریکایي څرخکې، بې پیلوټه طیارې او امریکایي جټ طیارې پروازونه کوي. زموږ اولس د متجاوزو امریکایانو پوځي شتون په سترګو ویني دا خبره به له واقعیتونو سره ډير توپير ولري چي په یوه بل هیواد کې ورته دا مسئله بین الافغاني قضیه معرفي شي.
ــ د امریکایانو هغه ملګري چې په افغانستان کې د اشغالګرو ملاتړ کوي او د خپل دین، اولس، هیواد او ملي ارزښتونو په وړاندې جنګیږي او امریکایان یې اکمالوي. د اشغالګرو په خوا کې د دوی شتون د جګړې ماهیت نه شي بدلولی، ځکه مستقل خلک نه دي، د امریکایانو لخوا په افغانانو تپل شوي، د امریکایانو ستراتيژي تطبیقوي،  دا جګړه په رأس کې دهغوی په وړاندې نه  ده پيل شوي، هغوی اجیران دي، لکه د  شوروي اتحاد په وخت کې د وخت افغان کمونستان چې د هغه مهال په جهاد يې کوم اغیز نه درلود، ښکاره الهي ارشادات موجود دي چې که څوک د مسلمانانو په خلاف د کفارو پلو ونیسي نو په وړاندې يې مقابله مقدس جهاد دی.
ــ د افغانستان اسلامي امارت کومه باغي یا په اصطلاح ترهګره ډله نه ده. بلکې اسلامي امارت دافغانستان د دیرش میلیوني اولس د اسلام غوښتنې او استقلال غوښتنې د مبارزې نوم دی. اسلامي امارت په اولس کې ژورې ريښې لري. همدا اوس دافغانستان په ۷۰ فیصده جغرافیه باندې مکمل کنټرول لري.په افغانستان کې دافغان اولس له هیلو سره سم اسلامي خپلواک نظام یې هدف دی،  اسلامي امارت د شریعت په رڼا کې نړیوالو مناسباتو، حسن همجواري، دوستانه اړیکو او د ملتونو ګډ سوله ییز ژوند ته درناوی لري او له نړۍ سره مثبتې اړیکي غواړي.دا به ډیره ناعادلانه او غیرمنطقي وي چې یو بشپړ اولس چې ویاړمن تاریخ لري، په ترهګرۍ او بغاوت سره مسمی شي. هیڅوک د دې حق نلري او نه هم باید داسې وکړي.
ــ د لوړو وضاحتونو په رڼا کې که بیا هم څوک  یوازې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملګرو  د خوشالۍ لپاره د دین صریح حکم باطل اعلانوي او د الله تعالی د لارې مجاهد ملت باغي او ترهګر بولي. دغه کار له امریکایي متجاوزینو سره په اشغال کې ملګرتیا او د مستضعفو مسلمانانو پښې وهل دي او الله تعالی فرمایي: وَلا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لا تُنْصَرُونَ (113) هود
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: من مشى معَ ظالِمٍ ليُقَوِّيَهُ وهوَ يعلمُ أنَّهُ ظالِمٌ ، فقد خرجَ مِنَ الإسلامِ. رواه البیهقی
ــ افغان اولس د سعودي عربستان له چارواکو او علماؤو څخه دا هیله نلري چې دوی به د اسلام او کفر تر منځ جنګ کې د امریکایي متجاوزینو اړخ نیسي. زموږ اولس د اسلامي اخوت له امله هیله لري چې د سعودي حکومت به د شوروي ضد جهاد په شان په دې سخته ورځ زموږ د مستضعف اولس مرسته او لاس نیوی کوي، افغان اولس اوس هم د سعودي عربستان له هغو مرستو منندوی دی چې د شوروي اتحاد سره د جهاد په مهال زموږ له اولس سره ترسره شوي.
ــ اسلامي کانفرانس لکه څنګه چې د کمونیزم ضد جهاد په خلاف د افغان مجاهد اولس ملاتړ کړی او افغان اولس یې اوس هم احسان مني. باید په دې اوسنۍ غمیزه کې هم دغه ټولنه د عام افغان اولس تر څنګ ودریږي او له برحقې مبارزې یې ملاتړ وکړي.
ــ په پای کې مسلمان اولس او مجاهدینو ته ډاډ ورکوو چې  موږ په خپل ناصر اوقادر رب تعالی باور لرو لکه څرنګه چې یې زموږ جهاد دانګریزانو او کمونیزم په مقابل کې کامیابه کړ او د هغه وخت سوپر طاقتونه صفر شول، ټولې دسیسې یې شنډي شوې، همدا سې به د امریکا په مشري اشغالګرهم ناکامه او ذلیل شي، دسیسي به یې زموږ په مشروع مبارزه هیڅ منفي اثر ونه کړي او په مقابل کي به یې زموږ روان جهاد د بري ساحل ته په خورا سرلوړۍ سره رسیږي، ان شاءالله تعالی  وما ذالک علی الله بعزیز.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۹/۱۰/۲۵هـ ق
۱۳۹۷/۴/۱۸هـ ش ــ 2018/7/9م

لوی ټکي: د طالبانو اعلامیهد علماؤ غونډهسعودي غونډه
مخکینې مطلب

په سعودی کی د علماوو غونډه د تاریخ په رڼا کی!

بل مطلب

گډ حکومت د زوال اخېرې شېبې شمېري/ خالد روان

ځانګړي مطالب

افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com