هلمند: د پوليسو د رينجر او سراچې په ټکر کې څلور کسان مړه، شپږ ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له امله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د کندهار- ګرشک پر لويه لاره د رینجر او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د ځواک په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي زیاتوي چې ټپيان د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
په مړو شويو کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان دي.
په هېواد کې ډيرې ترافيکي پېښې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله رامنځته کېږي.
خو د هېواد په ځينو سيمو کې خلک وايي، چې پوليس، زورواکي او چارواکي ترافيکي قوانين نه مراعتوي او وخت ناوخت د ترافيکو پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
څه موده مخکې په پلازمينه کابل کې په نږدې پرلپسې ورځو کې دوه ترافيکې پېښې د بهرنيانو له لوري ترسره شوې چې پکې دوه کوچنيان او يوه مېرمن وژل شوي و.



