یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغان د جنګ د ۱۱ امریکايي عسکرو حیرانونکي اعترافات

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 17, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
590
ځلې شریک شوی
206
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

۱. په جنګ کي حتی د یوه داسي دوښمن وژل سخت کار وي چي یونیفورم ئې اغوستی وي. مګر په افغانستان کي تاسي باید یو داسي څوک ووژنئ چي ښايي ستاسي دوښمن وي او یا ښايي نه وي. ښايي هغه صرف یو موسمي جنګیالی وي،‌او یا ښايي یو بل چا مجبوره کړی وي چي ستاسي سره وجنګېږي. د افغانستان جنګ یو مطلق جنون او جهالت دئ.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

۲. زموږ مشرانو موږ ته وویل چي موږ به د طالبانو سره جنګېږو. مګر په افغانستان کي د طالبانو تشخیص خورا ګران کار دئ،‌ ځکه تاسي نه پوهېږئ چي طالبان څوک دي، او څرنګه رنګ او شکل لري.

یو سړی ښايي یوه ورځ خپل ماشوم زوی تاسي کلنیک ته د معالجې لپاره راوړي، او په دا بله ورځ ښايي همدا کس پر تاسو باندي ډزي وکړي. په افغانستان کي نه دوښمن سته، او نه هم هدف سته. افغانان حتی امریکایان نه پېژني، او پدې هم نه پوهېږي چي ولي موږ هلته ورغلي یو. زیاتره افغانان باور لري چي امریکايي عسکر داسي شیطانان دي چي تیغ بندي لري. یوه ورځ یوه سپین ږیري افغان یوه تنکي هلک ته خنجر ورکړی وو چي ما په ووهي.‌ هلته ماشومان ماینونه راباسي، او لوبي په کوي. افغانستان یو داسي ځای دئ چي هلته هیڅ اخلاقي اصول نه مراعاتېږي. هلته عدالت نسته. هلته هر څوک د ځان د نجات په غم کي دئ.

۳. زیاتره افغانان پدې نه پوهېږي چي ولي موږ هلته ورغلي یو. موږ به له هغوی څخه وپوښتل چي ایا هغوی د سپټمبر د یوولسمي په حادثې خبر دي او کنه، هغوی اصلا په خبر نه ول. موږ هغوی ته د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز د تخریب سویو ودانیو عسکونه ور ښکاره کړل، او له هغوی څخه مو پوښتل چي دا څه دي؟ هغوی راته وویل چي دا په کابل کي یو عمارت دئ چي امریکایانو بمباري کړی دئ. د حیرت خبره دا ده چي د هغوی ملک یو خارجي قوې اشغال کړی دئ، خو هغوی پدې نه پوهېږي چي ولي امریکایانو د هغوی هیواد اشغال کړی دئ.

۴. افغانستان یوازي د نقشې پر مخ موجود دئ. په لیرو پرتو او کلیوالي سیمو کي افغانان د افغانستان په نوم څه نه پېژني. موږ په ۲۰۰۴ کي د کندهار په شمالي برخه کي په یوه کلي کي وو. موږ د کلیوالو سره خبري کولې، هغوی اصلا موږ نه پېژندلو او نه هم پدې خبر ول چي ولي موږ هلته ورغلي یو. هغوی اصلا د سپټمبر د یوولسمي په حملو باندي خبر نه ول. هغوی حتی پدې هم نه ول خبر چي امریکایان افغانستان اشغال کړی دئ. هغوی حتی پدې هم نه ول خبر چي یو وخت شوروي افغانستان اشغال کړی وو.

کله چي موږ ترې وپوښتل چي ایا هغوی د کندهار ښار پېژني، هغوی وویل هو. مګر هیچا کندهار نه وو لیدلی. د هغوی لپاره افغانستان وجود نه لاره. د ملت مفهم اصلا هلته نه وو.

۵. ما ته د استرالیا د خاصو قواوو یوه عسکر وویل چي هغه یوه کلي ته تللی وو، او کلیوالو ګومان کاوه چي شورویان راغلي دي. هغوی پدې نه ول خبر چي هغه جنګ ختم سوی وو،‌ او بل شروع سوی وو.

۶. ما ګومان کاوه چي موږ به د یوې منظمي چریکي قوې سره جنګ کوو.‌ مګر داسي نه وه. دلته او هلته به ښايي یو بزګر زموږ پر ګزمې باندي ټک کړی وي. همدا وجه ده چي زموږ زیات عسکر په رواني ناروغیو اخته دي، ځکه کله چي تاسي یو داسي بزګر ووژنئ چي غواړي خپل بچیانو ته نفقه برابره کړي، طبعا تاسي د رواني مشکلاتو سره مخامخ کېږئ.

۷. اکثره افغانان په څو ژبو باندي خبري کوي. د اکثرو بې سواده کلیوالو افغانانو ښايي درې ژبي زده وي. موږ ته ویل سوي ول چي په افغانستان کي یوازي پښتو او دري ژبي دي. مګر واقعیت دا دئ چي هلته څو درزن ژبي سته. هره دره ځانته یوه ژبه لري. ځیني فارسي ته ورته وي، او ځيني حتي یوناني ژبي ته شباهت لري.

۸. ما ګومان کاوه چي په افغانستان کي به یوازي غرونه او دښتونه وي. مګر کله چي زه هلته ولاړم، ما زیاتره وخت په باغونو کي تېر کړ. اکثرو افغانانو موږ په خپل وطن کي نه غوښتلو. هغوی غوښتل چي موږ ووځو، او هغوی خپل ژوند ته خوشي کړو.

۹. په افغانستان کي موږ خپل دوښمن نه پېژندی، ځکه هغوی نامريي ول، او د غرونو څخه به ئې پر موږ فېرونه کول. موږ اصلا نه پوهېدلو چي د چا سره جنګ کوو. موږ د هغوی سره هیڅ تماس نه لاره.

۱۰: د افغانانو په کلتور کي چي څوک ډوډۍ ولري، هغه مجبوره دئ چي د نورو سره ئې شریکه کړي. حتی که چیري یو افغان یوازي د ځان لپاره څه ډوډۍ ولري، هغه مجبوره دئ چي د نورو سره ووېشي. د ځینو افغانانو سره چي ما کار کاوه، د هغوی لپاره دا بېخي نااشنا مفهوم وو چي کله به ما ډوډۍ خوړله، او هغوی ته به مي ست نه کاوه.

۱۱. کله چي زما هیوادوال او د سنګر ملګري په ماین کي ووژل سول، زه ډیر ژر په یوه متعصب نژادپال باندي بدل سوم. ما له افغانانو او له اسلام څخه کرکه پیدا کړه. ما به له ځان سره ویل چي باید پر ټولو باندي اټوم بم استعمال سي.

مګر یوه ورځ موږ ته وویل سول چي روغتون ته ولاړ سو،‌ او هلته د یوې افغاني ماشومي جسد راپورته کړو. د هغې پلار زموږ سره یخچال ته ولاړی. کله چي موږ د هغې جسد په تابوت کي کښېښود، او د افغانستان بېرغ مو پر واچاوه، د هغې پلار داسي په ژړا سو چي ما تر اوسه پوري د نارینه داسي ساندي نه وې اورېدلي. هغه بې حاله سو، او پر تابوت باندي راچپه سو.

زه نه پوهېږم چي ایا تاسي به د یوه غټ سړي داسي ژړا لېدلې وي او کنه. د یوه داسي کس ژړا چي هر څه ئې بایللي وي. همدې حادثې پر ما باندي نهایت زیات اثر وکړ. هلته زه پوه سوم چي زه د ټولو مسایلو او افغانانو په باب څونه غلط وم.

مخکینې مطلب

په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان د کار په شرایطو برابر، خو نیم یې بیکاره ګرځي

بل مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com