(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰)
د بلخ ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د طالبانو په بريد کې د شولګرې ولسوالۍ امنيه قوماندان سخت ټپي شوی دی.
د شولګرې ولسوال اميرشاه خان وايي، طالبانو تېره شپه د قزل قدوق په سيمه کې د يادې ولسوالۍ امنيې قوماندان سيدعارف اقبالي ته کمين ورکړی او نوموړی سخت ټپي شوی دی.
د ولسوال په وينا، په دې بريد کې د هغه په ګډون پنځه عسکر ټپيان شوي او يو تن وژل شوی دی.
نوموړی وايي، د امنيې قوماندان عارف اقبالي د شولګرې او چمتال ولسوالۍ په سرحدونو کې د عملياتو لپاره تللي و چې د طالبانو له کمين سره مخ شول.
د بلخ شولګرې ولسوالۍ ډيری کلي د طالبانو تر واک لاندې دي او وخت ناوخت له دولتي ځواکونو سره جګړې کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


















