سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غلامانه سکوت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 21, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
203
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

له څه مودې راهسې امریکایانو په افغان ولس مسلسل بمبارونه پیل کړي دي، هره شپه او هره شېبه په ولس درانه او ړانده بمونو غورځوي، چې ترڅ کې یې لسگونه جنازې پورته کېږي.

دتازه وحشیانه بمباریو تسلسل چې له لوگر پیل شو، او ننگرهار، پکتیا، خوست، فراه، هلمند او کندوز کې یې زموږ لسگونه هېوادوال په خواږه خوب ویده په شهادت ورسول؛ تر دې دمه بلا ناغه او بلا پوښتنې دوام لري.

له بې مُهاره او بې تمیزه یرغلگرو پوځیانو بله توقع نشي کېدلای او نه یرغلگر موږ ته امن او سوکالي اعاده کوي؛ حیف په هغه ضمیرونو چې د ولس دنمائندگي او قیادت دعوې کوي او دساتنې او ژغورنې باټې یې غږوي خو په هره شېبه، او هره شپه وژنو یې خولې گنډلې دي.

شاعر رښتیا وایي:

 

ټوله دوکه او ټول چل دی خپله وسه پورې

ددې کلي هر یو سړی غل دی خپله وسه پورې

ودان او بسته کلي بمبار شي، روغ ـ جوړ کورونه کنډوالې شي، دکور ټول وگړي تر دېوالونو او کوټو لاندې، ټوله شپه ترپکې ووهي، سلگۍ ووهي او ساه ورکړي؛ ددفاع وزارت په ډېره بې شرمۍ دعوه وکړي چې طالب مشران یې وژلي دي.

کله چې هر څه عیان شي، برای نام ولس مشر د ولسي تېر باسنې په پار کمیسیون وټاکي. کمیسیون ومني چې ولسي خلک بمبار شوي دي خو لکۍ ورپسې غوټه کړي چې گویا طالب د ولسي خلکو منځ ته تللی ؤ.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

کمیسیون ستون شي، بس په همدې ټوله کیسه ختمه شي.

طالب دخلکو تجمع ته تللی ؤ، لامل همدا ؤ چې اجتماع بمبار شوه؛ دا اوس تحقیق دی او بې پرې تحقیق دی؟ په دې دلیل خو موږ طالب ته په خپله، دخپل مرگ جواز ورکوو.

طالب دهمهغه کلي دی، همالته یې کور او ژوند دی، همالته یې گشت او کښت دی، دهمدې کلي په مدرسه، او ښوونځي کې اولادونه او وروڼه سبقونه وایي. طبعي ده چې دې ټولو ځایونو ته به راشه درشه کوي. اوس که دطالب دوژلو لپاره حکومت دټول ولس وژل روا بولي، دا نو په عامه ځایونو کې طالبانو ته د انفجاراتو مشروعیت حکومت په خپله ورکوي.

احیاناً که طالبان دملکیانو دبمبار عاملین هم شي، د ولس مشر سکوت مجرمانه نه دی؟

دکندوز په مدرسه بمبار، په خوست کې د کمپایني عسکرو له لورې د زیاتو مدارسو نړؤل، او استادان یې شهیدانول او همدا رنگه په ننگرهار، قندهار او فراه ولایتونو کې دکمکیو طلباؤ شهادتونه، زنداني کول او په مدارسو یې مسلسلو شپنیو چاپو دډاکټرصیب غني سکوت مات نه کړ؛ آیا دغني سکوت دملي ټرمینالوژۍ او دیني ارزښتونو خلاف مجرمانه او ظالمانه سکوت نه دی؟!

دډاکټر صیب سکوت تر مجرمانه غلامانه زیات دی، او ډاکټر صیب مجبور دی چې غلامانه سکوت وکړي او دغلامانه سکوت لپاره دده خیاطان مکلف دي رنگ په رنگ بهانې هم ولټوي.

پاکستان زموږ خاورې ته نیمایي راننوت، چې وپوښتو دا ولې؟ ځواب دا وي چې که طالبانو جگړه نه کولای پاکستان وړاندې نشوای راتللی.

دا اوس کومه کیسه ده چې هغه راباندې په وړاندې راروان دی او زموږ د امنیت سلاکار هره شنبه او پنجشنبه اسلام اباد ته ور روان دی او بیا د پړ گوته طالب ته نیولای کېږي؟

که ووایو؛ ولس ولې بمباریږي؟ خیاطان وایي ملامت طالبان دي، د یرغلگرو پاته کېدو ته سببونه او بهانې طالبان جوړوي، که طالبان وسله کېږدي یرغلگر خپله تښتي.

خو ډاکټر غني وایي موږ بهرنيو پوځیانو ته اړتیا لرو. طبعي ده چې د اړتیا پوره کولو په پار غلامانه سکوت ته اړتیا ده او په طالبانو تورونه پورې کول، د ولس د ذهني تخدیر او د امریکایي وحشت د پټولو ناکامه هڅه ده.

دا ولس دډاکټر غني او څو ضمیر پلورو مشرانو همدردۍ ته ضرورت نه لري، نه د دوی همدردي د ولس پرهرونو ته پهې، او ټکور کېدلای شي خو دوی باید وپوهېږي چې دپردیو یرغلگرو چوپړ او د خپل مؤمن او متدین ملت په خلاف په ناروا وحشت سکوت، ترسره شوي وحشت ته توجېهات او جوازونه لټوَل، او ورکوَل د ملت په محکمه کې په ځان عریضه کول دي.

مخکینې مطلب

د اسرائیلو تر تعرض او د فلسطینیانو تر مقاومت وروسته نن په غزه کې وضعیت آرام و

بل مطلب

بېوزله تجار او قیمتي ملغلرې - کیسه!

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com