(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)
راپورونه وايي، وړمه ورځ د امريکا متحده ايالاتو د پوځ شاوخوا درې سوه پوځيان له افغانستانه وتلي دي.
د سټارز سټرپز “star stripes” په نوم يوې رسنۍ راپور ورکړی چې دغه پوځيان د امريکا د انډيانا ايالت د هوايي ګارت د ۱۲۲ جنګي څانګې اړوند و چې د تېرې جمعې په ورځ ويانا ته ستانه شوي دي.
سرچينې ليکلي، دغه پوځيان چې شمير يې درې سوه کسانو ته رسېده د افغانستان د کندهار ولايت په هوايي ډګر کې له تېرو درې مياشتو راهيسې ميشت و.
د دغه ځواکونو د کورنۍ يوه غړي یادې سرچينې ته ويلي، چې له تېرو “يوسل شپږ” ورځو يې د دې شيبې انتظار کړی چې د کورنۍ غړی يې بيرته له افغانستانه روغ ورستون شي.
دا له ۲۰۱۶م کال راهيسې د امريکا لومړۍ ستره ډله پوځيان دي چې بيرته امريکا ته ستنېږي.
تېره ورځ د امريکا چاپ نشنل انټرسټ خپرونې په يوه مقاله کې ليکلي و چې امريکا په افغانستان کې سخته جګړه وکړه خو اوس ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او د پوځيانو د ايستلو په لټه کې دی.
د راپورنو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو سربيره د امريکا څوارلس زره عسکر ديره دي چې د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ په ځمکنيو عملياتو، چاپو او هوايي بریدونو کې برخه اخلي.


















