شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غني د رادمنش په وړه خوله لويې خبرې کوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 30, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
رادمنش

رادمنش

266
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

تميم توفيق
لومړی خو اشرف غني دومره حيثيت نه لري چې په خپله خوله د لويو کارونو فيصله وکړي، په زياته بيا د رادمنش په وړه خوله د ملت تر غوږونو لويې خبرې رسول او د ملت تيرايستلو هيله ترې لرل خو بيخي د سالم عقل کار نه دی، مګر دا پنځه پوټه له غربه راوارد شوی کائنات بيا هم هڅه کوي چې د رادمنش په توسط سلامت حقايق په بله واړوي او ځان مستقل او په فيصلو کې ازاد وښيي.
دا خبره مې تر دې وکړه چې نن رسنيو د خارجي او داخلي ځواکونو لخوا د لرې پرتو او کم نفوذه سيمو د پرېښودو خبر نشر کړ، چې وايي د ټرمپ د ستراتيژي هغه برخه ده چې غږ يې نشته خو عمل يې وليدل شو او راساً د ټرمپ امر دی.
امريکايي او ځينو دولتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا پريکړه په دې موخه شوې چې امنيتي ځواکونه په لرې پرتو سيمو کې د طالبانو له بريدونو خلاص او ځاني تلفات يې کم شي.
خو رادمنش بي بي سي ته ويلي چې د شاتګ دغه ستراتيژي يې خپله جوړه کړې او عمل هم پرې مخکې پيل شوی دی، دغه راز يې ويلي چې په لرې پرتو سيمو کې به هغه سيمه ييز ځواکونه ځای پر ځای شي چې في الحال د جوړيدو په حال کې دي، نوموړي فراه، هرات، غور، بادغيس، ننګرهار، غزني او پکتيا ولايتونه د مثال په توګه ياد کړل چې دغه ستراتيژي پکې پلې شوې ده.
دا چې دغه پر شاتګ او په لوی لاس د پراخو سيمو پريښودلو ته رادمنش د خپل يو نادر تکتيک نوم ورکوي، رښتيا هم نادره ده، خو خبره دا ده چې مفکر ولې دومره کوچنی او ناپوه دی چې د رادمنش په خوله يې د افغانانو او آن د نړۍ تيرايستلو ته زړه ښه کړی.
په دې ټوله نړۍ يقيني ده چې دغه تکتيک د ټرمپ د ستراتيژي يوه برخه ده. ځيني خلک خو لا په دې آند دي چې ممکن له طالبانو سره يې په ابتدايي ليدنه او خبرو کې د سيمو په پريښودلو پريکړه کړې وي او دا يې د افغانستان د انخلاء لومړی ګام وي.
په هر تقدير، په دې اړه څه ويل به له وخت مخکې خبره وي، خو دا په زغرده ويلی شو چې لرې پرتو سيمو کې په زيات مصرف او محکم ودان شوي پوځي مراکز تخليه کول او خپل ځواکونه د ولاياتو مراکزو ته ورټولول، د غني او رادمنش تکتيک نه، بلکې مجبوريت دی؛ ځکه چې نننی طالب هغه نه دی چې دوه کاله وړاندې و، نننی طالب د غني او رادمنش عسکر وچ په تندي ولي او هيڅ پتلون کړی اواره عسکر/اربکی نشي کولی د طالبانو شپنيو چاپو ته ځان ټينګ کړي.
په دې وروستيو کې موږ مشاهده کړل چې طالبانو په عامو پوستو سربيره سلامتې قرارګاوې ونيولې، پکې ميشت عسکر يې ټول ووژل او ډير يې ژوندي ونيول او د غني لخوا د سيمو د لاندې کولو په هيله ورکړل شوې وسلې او مهمات يې ټول ترې ولجه کړل.
نو دې مشاهداتو او واقعاتو ته په کتلو سره بايد غني ته وويل شي، چې د رادمنش په وړه خوله د دومره لويو پريکړو په ځاني بللو هڅکله د خلکو تيرايستلو هڅه مه کوه، کله به هم څوک درسره ونه مني چې د سيمو پريښودل يو تکتيک او د ولاياتي مراکزو د ساتنې لپاره يو پلان دی.
دا به څنګه د کوم سالم عقل معقوله فيصله وبولو، چې د ولاياتي مراکزو په شاوخوا کې امنيتي او دفاعي پوستې دې تخليه او پکې ميشت عسکر دې ولايت ته انتقال شي، تر څو مراکز له سقوط څخه وژغوري!!!
حقيقت دا دی چې نور دولتي عسکرو د طالب په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او نشي کولی د خپل بادار په لاس ورته ودانو شويو محکمو ځالو کې اقلا خپل ځان خوندي او له مرګه وژغوري.

مخکینې مطلب

دولتي ځواکونو د هاوانونو انتقامي برید کې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

شیخ دالری

ځانګړي مطالب

خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com